اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاستسیمهمنطقیمهم مطالب

عطا محمد نور:

افغانستان به هغه وخت باثباته وي چې ژبني او کلتوري تنوع ته درناوي اصل وي

ډید خبري اژانس: د جمعیت اسلامي ګوند مشر عطا محمد نور د پاکستان په دولتي ټلویزیون کې په فارسي ژبه د خپرونو د پیلېدو د هرکلي په ترڅ کې وايي، د کثرت او تنوع درناوی د هر هېواد د ثبات او سوکالۍ اصلي شی دی.

ښاغلي نور په یوه پیغام کې ویلي دي چې په دې برخه کې د پاکستان د حکومت اقدام د ستاینې او قدر وړ دی.

خو هغه د افغانستان وضعیت ته هم اشاره وکړه او زیاته یې کړه: د نړۍ ملتونه د یو بل په منلو او د خپلو اتباعو کلتور، ژبې، دود او دستور ته په درناوي سره ثبات او سوکالۍ ته رسېدلي دي.

ښاغلي نور: «د پاکستان د حکومت په وروستي اقدام کې د دغه هېواد په دولتي ټلویزیون کې په فارسي- هزارګي ژبه خپرونې پیل کړې چې دا کار د ستایلو وړ دی او د پاکستان له حکومت څخه مننه کوم. دا خو زموږ په خاوره کې چې توکميز، ژبني او کلتوري کثرتيت يې له بډايه تاريخي ملاتړ سره سره يو له وياړونو څخه دی، د يوه ستر انساني تمدن د مالکيت ترڅنګ له بده مرغه د طالبانو د نامشروع واکمنۍ پر مهال په يوه خاوره بدله شوې ده. د کلتور، ژبې او تمدن هویت سره جلا کول، زورول، او دښمني وه».

هغه زیاته کړه، افغانستان به هغه وخت ثبات او سوکالۍ ته ورسېږي چې کلتورونو ته متقابل درناوي، ژبني او کلتوري تنوع او د هېواد د وګړو مساوي حقونه د منلو وړ اصول وي.

په دې وروستیو کې د پاکستان دولتي ټلویزیون اعلان وکړ چې په خپل دولتي ټلویزیون کې یې په فارسي ژبه خپرونې پیل کړي چې د هېواد د یو شمېر سیاستوالو او هېوادوالو له خوا یې تود هرکلی شوی دی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا