افغانستاناقتصاد او پراختیاروستي خبرونه

د کجکي بند دوهم فاز د طا-لبانو له خوا پرانیستل شو

دید خبری آژانس: په هلمند کی د کجکی بند د دوهم فاز د طا-لبانو له خوا پرانستل شو.

د کجکي بند دوهم فاز د طا-لبانو له خوا پرانیستل شو

د کجکي بند دوهم فاز نن چهارشنبه (د اسد ۵ مه) د لوړ پوړو طا-لب چارواکو په شتون سره پرانیستل شو.
د دې فاز په پرانیستلو سره د کجکي بند د بریښنا تولید ظرفیت له ۵۱ میګاواټو څخه ۱۵۱ میګاواټو ته لوړ شوی دی.
د کجکي بند د دوهم فاز د جوړولو کار په ۲۰۱۶ کال کې د یوه ترکي – امریکايي خصوصي شرکت له خوا پیل شو.
هغه مهال ویل شوي و، چې دغه شرکت به پر دغه بند ۱۷۰ میلیونه ډالره پانګونه وکړي او د څلورو نویو توربینونو په نصبولو سره به یې د برښنا د تولید ظرفیت ۱۵۱ میګاواټو ته لوړ کړي.
دا مهال د افغانستان برښنا شرکت (برشنا) وايي، چې د کجکي بند د تولید په زیاتوالي سره به په هلمند او کندهار ولایتونو کې د برښنا ستونزه هواره شي.

د کجکي د برېښنا بند د هېواد په جنوب کې د برېښنا او اوبو د رسولو له مهمو بندونو څخه دی.
دا بند شاوخوا اویا کاله وړاندې (۱۳۳۲ لمریز) د ظاهر شاه د واکمنۍ پر مهال جوړ شوی و.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا