روستي خبرونهورزش او ځوانان

په کیوکیشن کراټې کې د افغان ملي لوبغاړي بریا

خبریال: فضل رحیم رحیمي: د کیوکیشن کراټې ملي لوبغاړی اباسین شینواری د قزاقستان هیواد په سیالیو کې له ګډونه ورورسته هیواد ته راستون شو.

دغه سیالی د څلویښتو هیوادونوبه ګدون د قزاقستان په پلازمېنه استانه ښار کې ترسره شوې چېپه لړ کې یې اباسین شینواري خپل ایراني سیال ته ماتې ورکړه.

اباسین شینواری لومړنی اتل افغان دی چې د اسيا اتلوالي یې ګټلې او د لومړي ځل لپاره يې نړيوالو سیالیو ته هم لار موندلې ده.

شینواری دغو لوبو ته په۲۰۱۶ کال د افغانستان په استازیتوب ګډون وکړ.

د کیوکیشن دغه ملي لوبغاړی وايي چې تراوسه پخپلو امکاناتو ټولو سیالیو ته تللی او دولت ورسره هیڅ ډول همکاري نه ده کړې.

دغه لوبغاړی پر دولت او د افغانستان په ورزشي فدراسیون غږ وکړ چې له دوی سره همکاري وکړي.

د یادونې وړ ده چې اباسین شینواری به په راتلونکي ۲۰۱۸ م کال کې د سینګاپور په کیوکیشن کراتې سیالیو کې هم ګډون وکړي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا