اسلایدشوافغانستانامنیت و حوادثروستي خبرونهسیاست

په کندهار کې چاودنه؛ د وژل شویو شمېر ۲۰ تنو ته لوړ او نږدې ۳۰ نور ټپیان شوي دي

د دید خبري آژانس د خبر له مخې، په کندهار ښار کې له چاودنې وروسته د دغې پېښې د قربانیانو شمېر ۲۰ تنو ته لوړ شوی او نږدې ۳۰ نور ټپیان شوي دي.

دغه چاودنه نن سهار شاوخوا نهه بجې د کندهار ښار د لومړۍ ناحیې اړوند سیمه کې شوې ده.

که څه هم په رسمي ډول په کندهار کې د چاودنې د نوعیت په اړه څه نه دي ویل شوي، خو سیمه ییزې سرچینې وايي چې دا د یوه «ځانمرګي برید» له امله شوې.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه چاودنه هغه مهال شوې، چې د وسله والو طا-لبانو د يوې غونډې په ترڅ کې، چې کابل بانک ته د معاشونو د ترلاسه کولو په موخه تللي وو.

سرچینه زیاتوي، چې د دې پېښې په پایله کې یو شمېر ملکي وګړي چې د پاسپورټ د بیلونو د ورکړې لپاره راټول شوي وو، هم وژل شوي او ټپیان شوي دي.

خو د کندهار ځايي چارواکو ويلي، چې په دې چاودنه کې درې تنه وژل شوي او ١٢ نور ټپيان دي.

د کندهار د امنیه قومندانۍ ویاند اسدالله جمشید وايي، تر اوسه د چاودنې نوعیت نه دی په ډاګه شوی.

تر اوسه کومې ډلې د دې چاودنې مسوولیت نه دی منلی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا