اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

د نجات ملي مقاومت شورا: د طا-لبانو واکمنۍ د هېواد خپلواکي تر پوښتنې لاندې راوسته

دید خبری آژانس: د افغانستان د نجات ملي شورا د اسد د ۲۸ مې د ورځې په مناسبت په یوه پیغام کې د افغانستان د نجات ملي شورا وايي چې د طا-لبانو له واکمنۍ سره د هېواد خپلواکي په عملي توګه له لاسه وتلې او چارې یې د «بهرنیانو» لخوا اداره کیږي.

د نجات ملي مقاومت شورا د شنبې په ورځ (د اسد ۲۸) د هېواد د خپلواکۍ د ۱۰۴ کلیزې په مناسبت د یوې بیانیې په خپرولو سره خپل دریځ څرګند کړ.

د دې اعلامیې په یوه برخه کې لیکل شوي: «د هېواد د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو کلیزه سږکال داسې مهال راورسېده چې د بهرنیانو د یوې سخت دریځې ډلې په واکمنۍ سره زموږ ازادي یو ځل بیا تر پوښتنې لاندې راغلې او په عملي ډول یې لویه برخه چارې د بهرنیانو له خوا اداره او رهبري کیږي.»

د نجات ملي مقاومت شورا په خپله بیانیه کښې د جمهوریت دوه لسیزې ته اشاره وکړه او زیاته یې کړه چې په دې موده کښې که څه هم ستونزې موجودې وې خو لاسته راوړنې یې هم لرلې.

د دې شورا په وینا، له ۱۴۰۰ د اسد برج وروسته افغانستان یو ځل بیا د «تروریزم د مثلث» تر ولکې لاندې راغلی دی.

دغې شورا خبرداری ورکړی چې د افغانستان په کورنیو چارو کې د سیمې او نړۍ د ځینو هېوادونو لاسوهنې یوه ستره تېروتنه او د افغانستان د خپلواکۍ او ازادۍ پر ضد ده.

خو د ملي مقاومت د نجات شورا په بیانیه کښې ټینګار وکړ چې تل به د ازادۍ او بشري حقوقو د ترلاسه کولو او د انساني ارزښتونو او د قانون د حاکمیت د ساتنې لپاره هلې ځلې او مبارزه وکړي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا