اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهمهم مطالبټولنه

یونیسف خبرداری ورکړی چې تر ۹ میلیونو ډېر افغانان روغتیايي اسانتیاوو ته لاسرسی نه لري

دید خبری آژانس: یونیسف یا د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق وايي، چې نږدې ۹،۵ میلیونه افغانان روغتیايي خدمتونو او اسانتیاوو ته لاس رسی نه لري.

یونیسف نن یکشنبه( دلو ۸) په خپله X پاڼه کې لیکلي: «یونیسف او زموږ همکاران ژمن دي چې د هر ماشوم، میرمنې او کورنۍ لپاره لومړني او ثانوي روغتیایی خدمات تضمین کړي».

تر دې وړاندې د بې پولې ډاکټرانو ټولنې اعلان کړی و، چې د افغانستان روغتیايي سیستم له ډېرې مودې راهیسې د بشري ځواک او بودیجې د کمښت له امله له ګڼو ستونزو سره مخ دی.

دغه سازمان په یوه راپور کې ویلي چې د افغانستان د روغتیايي سیستم د بنسټونو د ویجاړېدو، د روغتیايي کارکوونکو د کمښت، د روغتیايي وضعیت د خرابوالي او د روغتیايي اړتیاوو د نه برابرولو له امله د خلکو په منځ کې د مړینې خطر هم زیات شوی دی.

د دغه راپور پر بنسټ، د تېر حکومت سقوط، چې د افغانستان د روغتیا سکتور ته د تمویل کوونکو له خوا د مرستو د کمښت لامل شوی، د هېواد پر روغتیایی نظام هم فشارونه زیات کړی دی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا