اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

مولوي عبدالکبير د وچکالۍ د ستونزې د حل لپاره د کورنيو او بهرنيو بنسټونو د مرستې غوښتنه وکړه

دید خبری آژانس: د رییس الوزرا سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير دکوچيانو له مشرانو سره په کتنه کې له کورنيو او بهرنيو بنسټونو څخه وغوښتل چې د وچکالۍ د ستونزې په حل کې مرسته وکړي.

مولوي عبدالکبير پرون د لغمان ولايت د کوچيانو له خلکو سره په کتنه کې وويل چې کوچيان د هېواد په اقتصاد کې مهم رول لوبوي او چارواکي يې د ستونزو د هواري لپاره ژمن دي.

د دې ولايت د کوچيانو قوم مشرانو د ښوونځيو، روغتيايي کلينيکونو، ښوونځيو او د څښاک د پاکو اوبو نشتوالي ته اشاره وکړه او ويې ويل، چې د سږ کال د وچکالۍ له امله د دوى څاروي هم زيانمن شوي دي.

دوی د هېواد په یو شمېر سیمو کې د څړځایونو د ستونزې د حل غوښتنه هم کړې ده.

د رییس الوزرا سياسي مرستيال د وچکالۍ له امله د کوچيانو مالدارانو ته اوښتو زيانونو ته په اشارې سره زياته کړه، چې په افغانستان کې وچکالۍ د ميليونونو خلکو ژوند له ستونزو سره مخ کړى او د کورنيو او بهرنيو مرستندويه بنسټونو او ادارو ته اړتيا ده. په دې اړه ځانګړې پاملرنه وکړئ.

باید وویل شي چې وچکالي په هیواد کې یو له مهمو بحرانونو څخه دی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا