اسلایدشوروستي خبرونهسیاستمهم مطالبنړۍ

شي جين پینگ د بايډن ملاقات او د اپيک اشتراک لپاره امريکا ته ولاړ

ډید خبري اژانس: د چین ولسمشر د امریکا له ولسمشر جوبایډن سره د لیدنې او د اپیک په اقتصادي سرمشریزه کې د ګډون لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو سان فرانسیسکو ته رسېدلی دی.

د شينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د امريکا له ولسمشر جوبايډن سره د ليدنې او د اسيا ارام سمندر د اقتصادي مشرانو په غونډه کې د ګډون لپاره پرون سان فرانسيسکو ته ورسېد.

د سان فرانسیسکو په نړیوال هوايي ډګر کې د کالیفورنیا د والي، د مالیې وزیر او د امریکا د متحدو ایالتونو نورو استازو هرکلي وکړ. د اسيا د پرمختيا له خوا د ۲۰۲۳ کال د اسيا د اقتصادي پيوستون راپور تر سرليک لاندې يو تازه راپور د چين پر مهم رول ټينګار کوي او په ګوته کوي چې د اسيا اقتصادي بيارغونه د چين له خوا رهبري کېږي ځکه چې دا د ټولې ودې ۶۴.۲ سلنه جوړوي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا