اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

په دايکنډي کې د «نسيم» راډيو په فعاليت پيل وکړ

دید خبري آژانس: د «نسیم» راډیو چې شپږ میاشتې وړاندې د استخباراتو له خوا بنده شوې وه، بېرته په فعالیت پیل وکړ.

د دې رسنۍ يوه کارکوونکي وويل، چې نن شنبه( د کب ١٢مه) يې د دې سيمه ييزې راډيو خپرونې بيا پيل کړې دي.

هغه وویل چې طا-لبانو د دغې رسنۍ تجهیزات بیرته نیولي او باید د طا-لبانو له اصولو سره سم یې فعالیتونه پرمخ ولاړ شي.

د دې محلي رسنیو بیا فعالول په داسې حال کې پیل شوي چې د هغې مدیر سلطان علي جوادي د طا-لبانو له خوا په یو کال بند محکوم شوی او اوس په زندان کې دی.

د میزان مياشتې په پنځمه نېټه استخباراتي ځواکونو د نسيم راډيو دفتر وتړلو او د دغې رسنۍ رييس سلطان علي جوادي او له خبريالانو مجتبی قاسمي او سيف الله رضايي سره يې ونيول.

دغه کسان هغه ورځ مازدیګر شاوخوا پنځه بجې د څو ساعتونو لپاره د طا-لبانو له خوا تر توقیف وروسته خوشي شول، خو د دې رسنیو دفتر تړلی پاتې شو.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا