افغانستانشننه

ستونزه چېرته ده؟

تاریخ شاهد دی، چې افراطي ډلې هېڅکله په انفجار، انتحار او ترور خپلو ارمانونو ته نه دي رسېدلي، که څه دا لارې چارې په خلکو کې د وېرې اچولو لپاره ګټورې دي؛ خو تر اوسه یې لا څوک خپلو ګټو، ارمانونو او ایدیالونو ته رسولي نه دي.

په تاریخ کې خورا وحشیانه قتلونه او وژنې شوې دي، چې افراطي ډلو تر سره کړي دي؛ خو یوه یې هم په زور په ولسونو واکمن شوي نه دي؛ ځکه په زور کلي نه کېږي . که څه په دې تاوتریخوالو کې ډېر بې ګناه انسانان وژل شوي دي؛ خو د ازادۍ غوښتنې او له بې عدالتۍ سره د مبارزې مشال لا هماغسې بل دی .

د افغانستان په تاریخ کې هم مستبدو او ځان غواړیو ډلو خورا ظلمونه کړي دي، چې تل یې له بې دفاع وګړیو نه د خپلو ګټو رسیدو لپاره ګټنه کړې ده .د بې ګناه انسانانو وژنه،اجباري کوچونه، د ټولنې د ځینو طبقاتو د ځمکو او اموالو مصادره کول او د  ټولنې ټوله شتمني په خپل انحصار کې کول، د هغو ظلمونو بېلګې دي، چې د افغانستان د تاریخ په بېلابېلو پېرونو کې ترسره شوي دي .

اوس هم افغانستان د طالبانو تر سقوط روسته د نړیوالو مورد توجه شوی دی او زموږ ټولنه په عملي توګه خپل نوي فرهنګي، ټولنیز او سیاسي ډګر ته وردانګلي دي . امریکا او هم ژمني یې له ترهګرو سره په مبارزه کې د افغانستان د امنیتي ځواکونو ملاتړ کوي  . له ترهګرو سره مبارزې د افغانستان امنیتي ځواکونو ته هم خورا تلفات وراړلي دي . امریکا او نورو مرستندویه هېوادونو د سولې او امنیت په برخه کې هم خورا مالي مرستې کړي دي؛ خو په دې برخه کې له دې دومره لګښتونو سره سره بیا هم نا امني او بي ثباتي شتون لري او هره ورځ د مخالفانو انتحاري او تهاجمي حملې په کابل او نورو سیمو کې ډېرېږي. هغه حملې، چې  ډېر یې ووژل او ډېرې کورنۍ یې ویرجنې کړې.

ستونزه چېرته ده؟ له افغان امنتي ځواکونو د بهرنیانو له دې دومره ماډرنو استخباراتي او پوځي او مالي مرستو سره سره، ولې بیا هم نا امنۍ نه کمېږي ؟

آیا د افغان امنیتي ځواکونو تجهیزات او استخبارات له ترهګرو کم دي، یا په امنیتي ارګانونو کې ضعف او اداري فساد د امنیتي ځواکونو د نارکارآمدۍ لامل شوی دی ؟

پورته پوښتنو ته بېلابېل ځوابونه ورکولای شو؛ خو هر څه چې دي، باید ګوته افغان ولس ته ونیول شي . هغه ګډوډۍ چې روزانه د هېواد ملکي وګړي ځپي، د هېوادوالو د ټیټ سیاسي شعور او ټيټ سیاسي ګډون پایله ده، چې بېلګه یې د هغو استازیو ټاکل دي، چې په لږه تطمیع هر څه له لاسه ورکوي .

هغه وکیلان، چې شاهد دي، چې د هېواد په لوړه کچه نالایقه امنیتي چارواکي دي او دوی په پارلمان کې د تطمیع له لارې د اعتماد رای لاس ته راوړي. که خلکو ښه استازي ټاکلای وای؛نو اوس به سیاسي، اقتصادي او اجتماعي حالات داسې نه وو.

په افغانستان کې د جګړې دوام پر پورته دلیل سربېره له ترهګرۍ سره د غرب د مقابلې څرنګوالی هم دی . امریکا او نور غربیان ددې پر ځای چې د مذهبي افراط ګرایۍ له  علت سر مقابله وکړي، د ترهګرو د ځپلو په تکل کې دي . حال داچې له معلول سره د مبارزې پر ځای باید له علت سره مبارزه وشي . په پاکستاني مدرسو کې د تندور ملایانو شتون پایله به یوازې مذهبي تندروي وي . داسې مدارس شته، چې په کابل او نورو سیمو کې فعالیت کوي او ځوانان تندروۍ ته رابلي .

د افغانستان ملاتړي هېوادونه او په سر کې یې امریکا باید له  تندروۍ او افراط ګرایۍ سره د مبارزې په پالیسۍ کې بدلون راولي . د ترهګرۍ جرړې باید وچې شي او همداراز مالي سرچینې یې ټپې شي او له هغو هېوادونو سره مقابله وشي، چې افراې ګرايي تمویلوي .

لیکوال : اسماعیل هاشمی‌نژاد

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا