اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

ولسمشر غني:

د ترهګرۍ ضد مبارزه کې دې سیمه ییزه همکاري ډيره شي

ولسمشر غني د ترهګرۍ ضد مبارزې په برخه کې د همکاریو زیاتولو غوښتنه وکړه او په ډاګه یې کړه، د هغې ترهګرۍ پر وړاندې چې د افغانستان په ګډون د سیمې هېوادونه په جدي ډول ګواښي، عملي اقدامات اړین دي. له ارګه په یوه رالیږل شوې خبرپاڼه کې راغلی، چې ولسمشر محمد اشرف غني پرون د شانګهای د همکاریو سازمان د مشرانو اولسمه غونډه کې وینا وکړه. هغه د غونډې ګډون کوونکو هېوادونو ته د هند او پاکستان د دایمي غړیتوب ترلاسه کولو مبارکي وویله او زیاته یې کړه، د شانګهای همکاریو سازمان د غړو په زیاتېدو سره همهاله د سیمې په کچه مسوولیتونه زیاتېږي. نوموړي دې ته په اشارې چې افغانستان د تروریزم پر ضد د مبارزې لومړۍ کرښه کې ولاړ دی زیاته کړه، دا مهال شل نړیوالې ترهګرې ډلې دافغانستان د خلکو پر ضد جنګېږي او هره ورځ قربانۍ اخلي.

اشرف غني همدارنګه وړاندیز وکړ، چې د سیمې هېوادونه دې د یو مشخص میکانیزم په اساس د تروریزم ملاتړي هېوادونه او نړیوال ترهګر تعریف کړي

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا