اسلایدشوافغانستاناقتصاد او پراختیاروستي خبرونهسیاست

ملا عبدالغني برادر په سرپل کې د نفتو نوې څاګانې پرانیستې

دید خبری آژانس: د لومړی وزیر اقتصادی مرستیال ملا عبدالغنی برادر چې د هیواد په شمال کې سرپل ولایت ته تللی، په دغه ولایت کې د تیلو نوې څاګانې پرانیزی.

د لومړي وزیر د اقتصادي مرستیال دفتر په X صفحه کې لیکلي چې د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ یو پلاوی سرپل ولایت ته رسیدلی چې د امو دریا د نفتو په ساحه کې د اتو نویو څاګانو د استخراج کار پیل کړي.

دې پاڼې راپور ورکړی چې په څو شېبو کې به ملا برادر د سرپل ولایت د امو دریا په حوزه کې د تېلو اته نوې څاګانې پرانیزي.

د امو سیند د نفتو د استخراج چارې یوې چینايي کمپنۍ ته ورکړل شوې او ویل کیږي چې افغانستان ته په کال کې ۵۰۰ میلیونه ډالره عاید ترلاسه کوي.

تر دې وړاندې ملا برادر د قوشتپې کانال د لومړي فاز د پرانستلو په موخه له نورو لوړ پوړو چارواکو سره مزارشریف ته تللی و.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا