روستي خبرونهنړۍ

چین د افغان د سولې بهیر لپاره ګام پورته کوي

ډېلي ټايمز: وانګ يي د روانې مياشت په پای کې کابل او اسلام اباد ته سفر کوي

د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د روانې مياشتې په ۲۴ نېټه اسلام اباد ته سفر کوي او پتيل شوې چې دغه هېواد ته په خپل دوه ورځني سفر کې له پاکستاني چارواکو سره د افغانستان د سولې د څلور اړخيز بهير د بيا پيل په تړاو خبرې اترې وکړي. د افغانستان- پاکستان- چين او امريکا په ګډون د سولې د څلور اړخیز بهير غونډې تېر کال په بلوچستان کې د امريکايي ډرون الوتکې د بمي بريد په پايله کې د طالبانو د مشر ملا اختر منصور تر وژل کېدو وروسته په ټپه ودرېدې.

پاکستانۍ ډيلي ټايمز ورځپاڼې ويلي، چې وانګ يي به اسلام اباد ته تر سفر وړاندې کابل ته لاړ شي او هلته به له خپل افغان سيال صلاح الدين رباني سره د سولې د څلور اړخيز بهير د بيا پيل په اړه خبرې وکړي. يو شمېر سرچينو ورځپاڼې ته ويلي، چې ښايي ولسمشر غني او اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله هم په کابل کې د چين د بهرنيو چارو له وزير وانګ يي سره کتنې ولري. کابل او اسلام اباد ته د چين د بهرنيو چارو د وزير سفر تر هغې دوه اونۍ وروسته کيږي، چې افغان او پاکستاني چارواکو د شانګهای د همکاريو سازمان په څنډه کې د سولې د څلور اړخيز بهير د غونډو پر پيلولو سربېره پر يو شمېر مهمو موضوعاتو هوکړې وکړې او چين ژمنه وکړه، چې د افغانستان او پاکستان تر مينځ د باور فضا د رامينځته کولو لپاره به د دواړو هېوادونو تر مينځ منځګړيتوب وکړي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا