افغانستاناقتصاد او پراختیاروستي خبرونه

پاکستان ته د افغانستان د ډبرو سکرو صادرات له کلدار سره پیل شول

د دید خبری آژانس د خبر له مخې: پاکستان د دغه هیواد د لومړی وزیر له حکم سره سم له پاکستانی کلدار سره د افغانستان د ډبرو سکرو د وارداتو د زیاتولو لپاره د ډبرو سکرو واردول پیل کړی دی.


پاکستاني سرچینو ویلي چې هره ورځ له افغانستان څخه درې زره ټنه سکاره پاکستان ته داخلیږي.
د پاکستان ډان ورځپاڼې نن یکشنبه (د سرطان ۱۲مه) د یوه پاکستاني چارواکي په حواله خبر ورکړی، چې پاکستان د دغه هېواد د لومړي وزیر له حکم وروسته له افغانستان څخه د ډبرو سکرو واردول او برېښنا بندونو ته یې استول پیل کړي دي.
دغه پاکستاني چارواکي وویل: څو ورځې وړاندې حکومت اړوندو څانګو په ځانګړې توګه د پاکستان ریل پټلۍ ته امر وکړ چې د ډبرو سکرو د خوندي او چټک انتقال لپاره ځانګړي تدابیر ونیسي. له افغانستان څخه د ډبرو سکرو واردول پیل شول.
د هغه په وينا، اوسمهال د خوشالکوټ اورګاډي سټېشن ته څه باندې درې زره ټنه سکاره راوړل کېږي. تمه ده چې د بلوچستان په میانوالی او سبي سیمه کې له کنډیان څخه د ډبرو سکرو د واردولو د عملیاتو له پیل وروسته به د سکرو عرضه ۲۰ زره ټنو ته ورسېږي.
د پاکستان د لومړي وزیر له حکم وروسته د طا-لبانو د مالیې وزارت د ډبرو سکرو بیه په یوه ټن کې ۲۰۰ ډالرو ته لوړه کړه.
باید وویل شي، چې له افغانستان څخه د ډبرو سکاره واردول د پاکستان بودیجه کې ۲.۲ میلیارده ډالره سپما کوي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا