افغانستانروستي خبرونه

طالبان په کندهار کې وګړي یرغمل کړي دي

وسله والو طالبانو د کندهار په شاولي کوټ ولسوالۍ کې له نښتو وروسته اويا کسان له ځان سره بېولي وو، چې په اړه يې بېلابېلې ادعاوې وشوې.

طالبانو تېره اوونۍ د کندهار-روزګان پر لويه لار شاولي کوټ ولسوالۍ کې پر يوه پوځي اډه بريد وکړ، چې وروسته يې هلته د لسګونو امنيتي سرتېرو د وژلو ادعا وکړه.

هغوی له دې وروسته د يادې ولسوالۍ له څو کليو څخه لسګونه کسان يرغمل بوتلل، چې د کندهار چارواکو ټول ولسي وګړي وبلل، خو نورې ادارې او طالبان يې په اړه جلا خبره کوي.

د کندهار امنيه قوماندان جنرال عبد الرازق وويل، چې طالبانو ټول ولسي وګړي بېولي دي او يوازې يو تن په کې داسې دی، چې له دولتي ادارو سره تړاو لري.

د امنيه قوماندانۍ وياند ضیا دراني وويل، چې طالبانو د دې کسانو له منځه اووه تنه وژلي دي، شل تنه يې بېرته راخوشې کړي دي او د پاتې نورو د خوشې کولو له پاره هڅې روانې دي.

خو ازادۍ راډيو د شاولي کوټ د يوې امنيتي سرچينې په حواله خبر ورکړی، چې وژل شوي اووه کسان ټول سيمه‌ييز پوليس دي او پاتې څلوېښت يرغمل شوي کسان هم په ډېر احتمال ټول يا ډېری سيمه‌ييز پوليس دي. خو د کندهار د امنيه قوماندانۍ وياند دا خبره ردوي.

ځينو نورو ځایي ادارو او خبريالانو هم تاييد کړې ده، چې يرغمل شويو کسانو کې ډېری داسې دي، چې وړاندې يې له دولته وسلې ترلاسه کړې وې او د طالبانو پر ضد يې جګړه کوله.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا