روستي خبرونهسیاستنړۍ

څلورو عربي هیوادونو بحرین، سعودي عربستان، مصر او متحده عرب اماراتو هررنګ ډیپلوماتیکې اړیکې پرې کړي

له راپورونو سره سم له قطر هیواد سره څلورو عربي هیوادونو بحرین، سعودي عربستان، مصر او متحده عرب اماراتو هررنګ ډیپلوماتیکې اړیکې پرې کړي او همدا راز یې له دغه هیواد سره خپل هوایي حریمونه هم تړلي.

دغو څلورو هیوادونو د قطر د هیواد ټولو ډیپلوماتانو ته د وتلو امر کړی او ۴۸ ساعته وخت یې ورته ورکړی تر څو دغه هیوادونه پریږدي او قطر ته ستانه شي.

د دغو عربي هیوادونو له خوا پر قطرهیواد دا تورونه دي چې نوموړی هیواد پر کورنیو چارو کې مداخله کوي او همدا راز د وسله والو مخالیفونو ملاتړ کوي.

سعودي عربستان د قطر د هیواد وګړو ته اعلان کړی تر څو په ۱۴ ورځو کې خپل هیواد ته ستانه شي او یاده موده یې مهلت ورکړی، سعودي هم قطر په سیمه کې د ترهګرو ډلو او په سوریه او یمن کې د ایران سره د مخامخ اړیکو لرلو په تور تورنوي.

لا تر دې دمه د قطر هیواد د یادو عربي هیوادونو د ډيپلوماتيکو اړیکو د پرېکولو په اړه څه نه دي ویلي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا