اسلایدشوافغانستانروستي خبرونه

د حرکت رستاخیز تغییر یا بدلون پاڅون غوښتنې

په پلازمینې کابل کې د “حرکت رستاخیز تغییر” یا بدلون پاڅون په نامه معترضین نن له غړمې وروسته خپل لاریونونه د پای ټکی کیښود.

د لاریونونو په پای کې، د یاد حرکت غړي خپلې غوښتنې به یوه پرېکړه لیک کې اعلان کړي.

د معترضینو د پرېکړه لیک پر بنسټ، د ملي یووالي حکومت مشران د ولسمشر غني او اجرائیه رئیس د استعفی په ګډون د یو شمېر لوړپوړي چارواکو د لرې کېدو په اړه خپلې غوښتنې هم تکرار کړي.

د بدلون پاڅون غړي پر نړیواله ټولنه او په خاصه توګه پر ملګري ملتونه او د بشري حقونو نړیواله ټولنه غږ وکړ چې د ملي یووالي حکومت د مشرانو د خپلسرو اقداماتو مخه دې ونیسي.

د لاریونوالو په ینا، په کابل کې د نننی لاریون د کابل ګارنیزیون د غوښتنو له مخې په سوله ایزه توګه پای ته ورسوه او ټینګار وکړي چې دغه لاریون له امنیتي بنسټونو سره په همغږی کې تنظیم شوي و.

دا په داسې حال کې ده چې پر لاریونوالو د دولت د وسله والو مخالفانو له لوري د احتمالي بریدونه په اړه د کابل ګارنیزون اندېښنې ښودلې و او له خلکو یې غوښتې له دوی سره مرسته وکړي.

تیره میاشت هم په پلازمینې کابل د المان سفارت ودانې ته څېرمه د خونړي برید وروسته سلګونو خلک د یاد برید په غبرګون کې واټونو ته راوتل او لاریون هغه مهال په تاوتریخوالي بدل شو چې مظاهره چیانو د ارګ لورته د تګ هڅه کوله.

د تاوتریخوالو په ترڅ کې د مشرانو جرګې لومړي نائب زوی سالم ایزدیار زوی هم ووژل شو خو د حکومت، معترضینو او د جمعیت اسلامي ګوند ترمنځ کړکیچ هغه وخت زور واخیست چې د سالم ایزدیار د جنازې په مراسمو کې پر له پسې ځانمرګي بریدونه ترسره شول او په ترڅ کې یو شمېر کسان ووژل شول او لسګونه نور ټپیان شول.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا