اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

نبیل: باید دسولي او معاملې ترمنځ توپیر وشي!

د روان کال د ثور یا غوايي میاشتې په ۳۱نېټه د روژې مبارکې میاشتې د لمانځنې او په هېواد کې د روان  وضیعت د څېړلوپه موخه د «امنیت او عدالت» ټاکنیز ټیم لومړی مرستیال سترجنرال مراد علي مراد د روژه ماتې پرمهال د شاخوا دری زره کسانو کوربه ؤ. چې په دې ټولېدنه کې ګڼ شمېر سیاسي مشرانو، د ولسي جرګې استازو،د پوهنتونونو ښونکو،قومي مخورو،اومدني فعالانو برخه در لوده.

د روان کال د ثور یا غوايي میاشتې په ۳۱نېټه د روژې مبارکې میاشتې د لمانځنې او په هېواد کې د روان  وضیعت د څېړلوپه موخه د «امنیت او عدالت» ټاکنیز ټیم لومړی مرستیال سترجنرال مراد علي مراد د روژه ماتې پرمهال د شاخوا دری زره کسانو کوربه ؤ. چې په دې ټولېدنه کې ګڼ شمېر سیاسي مشرانو، د ولسي جرګې استازو،د پوهنتونونو ښونکو،قومي مخورو،اومدني فعالانو برخه در لوده.

په دې ناسته کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د راتلونکو ټآکنو لپاره خپلواک نوماند ښاغلي رحمت الله نبیل د خپلو خبرو پرمهال د ملی یووالي حکومت په کم کاری په نیوکې سره  وویل: د خپل  هېواد د بچیانو وژل کېدل، بداقتصادي وضیعت بې عدالتي مې سخت ځوروي. نو له همدې امله بې پروايي او لاس ترزنې  کښېناستل به  نه؛  یواځې دا چې دا ستونزې راکمې کړې بلکه لا یې زیاتوي.

نوموړي امنیت او عدالت د افغانستان له خلکو دوه  ورک  شوې ارزښتمن امرونه وبلل او زیاته یې کړه: دامنیت او عدالت شعار مې ناڅاپي نه؛ بلکه د افغانستان د خلکو د هېلو او ارمانو پوره کولو لپاره له دقیقې مطالعې او څېړنې وروسته  ټآکلی  دی.

د «امنیت او عدالت» ټاکنیز ټیم رهبر سوله د افغانستان د خلکو تر ټولو لویه غوښتنه وبلله او ویې ویل: له شک پرته سوله دټولو هېوادوالو غوښتنه ده  خو باید چې د سولې او معاملې ترمنځ  توپیر وشي. او باید چې د افغانستان لږ او ډېرې لاسته راوړنې د پردې ترشا د معاملو ښکار او قرباني نشي.

همدغه راز د «امنیت او عدالت» ټآکنیز ټیم لومړي مرستیال سترجنرال مراد علي مراد هم د خپلو خبرو پرمهال، سوله د افغانستان د خلکو برحقه غوښتنه وبلله او زیاته  یې کړه: زه د سولې له هرهغو خبرو ملاتړ کوم  چې  په هغه کې د افغانستان اساسي قانون، دینی اومذهبي خپلواکي،د هېواد له ځمکنی بشپړتیا څځه دساتنې او دفاع  کونکو ملي ځواکونو موقف ساتل شوی وی او قربانی یې له یاده ونه ویستل شي.

نوموړي په قدرت کې سوله د افغانستان د خلکو په ګډون پورې اړونده وبلله او زیاته یې کړه: په قدرت   کې تل پاتې سوله د افغانستان دخلکو له امنیت ساتلو او عادلانه ګډون او مشارکت سره نیغ په نیغه اړیکه لري اوباید چې د افغانستان ټول خلک ملي قدرت، ملي سرچینو او ملي فرصتونوته برابر او مساوي لاس رسی ولري. چې له دې  پرته به یوې تل پاتې سولې ته رسېدل له تش خوب او خیال پرته بل څه نه وي. خو د دې ډول شرایطو تحقق او پرځآیښت د خلکو د رایوپه پایله کې له رامنځته شوي حکومت سره نه شلېدونکی پيوند لري

همدغه راز ښاغلی مراد د ملی یووالی د حکومت په کم کاری په نیوکې سره وویل:

د ښاغلی غني بې عدالتی،ظلم،ځآن غوښتنې او ناوړه مدیریت له غم، زړه خوړینی،  کړاو  او بربادی پرته د افغانستان د خلکو لپاره بل زیری له ځآنه سره نه دی در لودلی. نوله همدې امله به زما په آند  د ښاغلي غني د کار د دوام لپاره هیڅ منطقي دلیل شتون ونلري

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا