اسلایدشوافغانستانروستي خبرونه

حمدالله محب د مونیخ د امنیتي ناستې په څڼدو کې د افغانستان پر سوله او امنیت دوه اړخیزې ناستې وکړې

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب په المان کې د مونیخ د امنیتي ناستې په څڼدو کې د آلمان له یو شمیر حکومتي او غیر حکومتي چارواکو سره پر دوه اړخیزو همکاریو او د افغانستان د سولې پر پروسې خبرې وکړې.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب په المان کې د مونیخ د امنیتي ناستې په څڼدو کې د آلمان له یو شمیر حکومتي او غیر حکومتي چارواکو سره پر دوه اړخیزو همکاریو او د افغانستان د سولې پر پروسې خبرې وکړې.
د ملی امنیت د مشاوریت دفتر په رپوت، په دغو ناستو کې په کورنیو چارو کې د المان د فډرالي حکومت وزیر ډاکټر مارکوس کربر، په بهرني سیاست کې د حاکم سیاسي حزب سي دي یو/سي ایس یو له پارلماني ویاند یورګن هارټ، په بهرنیو او دفاعي چارو کې د حاکم ګوند د پارلماني کمېټې له مرستیال ډاکټر یوهان واډیفل، د پارلمان د بهرنیو چارو کمېټې غړي او د سوسیال ډیموکراټ ګوند د پارلماني ډلګۍ د بهرنۍ پالیسۍ ویاند ډاکټر نیلز شمیت او همداراز په بهرنیو چارو کې د المان د فډرالي دولت له وزیر انډریس میکایلز سره د افغانستان او المان د اړیکو پر بهبود او د هیواد د سولې پر پروسې بحثونه وسول.
په ناستو کې ، د هیواد د ملي امنیت سلاکار ته ډاډ ورکړل سو، چي المان به د افغان پولیسو د روزنې ماموریت ته دوام ورکوي او په دې برخه کې به له افغانستان سره خپلې همکارۍ دوامداره ساتي.
همداراز پر دې ټینګار وشو ، چې د المان پارلمان به په افغانستان کې د ناټو په چوکاټ کې د هغه هیواد د نظامي حضور په اړه ډېر ژر پرېکړه وکړي او یادو استازو وویل، چي دوی به په دې پرېکړه کې په افغانستان کې د خپل حضور له دوام څخه ملاتړ کوي..
د هیواد د ملي امنیت سلاکار ته یادو الماني چارواکو ډاډ ورکړی، چې له افغانستان سره خپلو همکاریو ته به دوام ورکوي او د افغانانو لپاره به د یوې داسې سولې ملاتړ کوي، چي په نتیجه کې یې امنیت تامین او د تیرو دوه لسیزو لاسته راوړنې په اوبو لاهو نسي.
ډاکټر محب د المان د فډرالي دولت له وزیرانو او د پارلمان له غړو سره په کتنو کې په پوځي او ملکي برخو کې ددې هیواد له همکاریو د مننې ترڅنګ په راتلونکي کې د ورته همکاریو پر دوام ټینګار وکړ.
هغه د پولیسو د روزنې پروګرام خورا مؤثر وبلی او مننه یې وکړه، چي المان په دې برخه کې په ځانګړې توګه په مزار کې یو خاص یونټ روزلی او فعالې مبارزې ته یې اماده کړی دی.
نوموړي همداراز په سوله، امنیت او انکشاف کې د المان همکارۍ مهمې یادې کړې او وویل، چي افغانستان له دغه هیواد سره د خپلو اوسنیو همکاریو زیاتوالي ته متعهد دی.
د هیواد د ملي امنیت سلاکار همداراز د اسټرالیا د دفاع له وزیرې لینډا رینولډز سره هم ولیدل. هغه په دې لیدنه کې وویل، چي د افغان ځواکونو په لیکو کې د پام وړ اصلاحات راغلي او دا اصلاحات ددې باعث شوي، چي په امنیتي برخه کې د ځان بسیاینې لپاره د افغان دولت پلان په ښه توګه پر مخ ولاړ سي.
د اسټرالیا د دفاع وزیرې د اصلاحاتو او خودکفایۍ په برخه کې د لاسته راوړنو د ستاېنې ترڅنګ وویل، چي هیواد به یې د افغان ځواکونو د روزنې، مشورې او ملاتړ ماموریت ته دوام ورکړي.
ښاغلي محب همداراز د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي سرمفتش جان ساپکو سره هم په یوه ګډ خبري پینل کې په افغانستان کې د فساد سره د مبارزې او د امنیتي او دفاعي ځواکونو په لیکو کې د اصلاحاتو په اړه خبرې وکړې.
د ملي امنیت سلاکار د مونیخ د امنیتي ناستې په څنډو کې د هالنډ له لومړي وزیر مارک روټي، د ازربایجان له ولسمشر الهام عالیوف، د قزاقستان له ولسمشر قاسم جومارت توکایوف، د ناټو له سرمنشي ینس ستولتنبرګ او د افغان سولې لپاره د امریکا د متحدو ایالاتو له ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد سره د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ د افغان پلاوي په دوه اړخیزو ناستو کې هم ګډون وکړی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا