اسلایدشوافغانستانامنیت و حوادثروستي خبرونهسیاست

د محرم د ماتم مراسم په ټولو تکایا او جوماتونو کې پرته له کوم محدودیت څخه ترسره کیږي

دید خبری آژانس: د کابل ولایت مقام د دې خبر په ورکولو سره چې د محرم الحرام ماتم مراسم به د کابل ښار په ټولو تکیه خانو او جوماتونو کښې ترسره شی، وویل چې د دغو مراسمو امنیت به په بشپړه توګه تامین شی.

د کابل ولایت مقام د تفرقې د رامنځته کولو لپاره د ځینو متعصبو رسنیو د منفي تبلیغاتو په وړاندې خبرداری ورکړ او ټینګار یې وکړ، چې د محرم مراسم به د تېر په څېر په ټولو تکایا او جوماتونو کې ترسره شي.

د کابل د والي له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې شیعه عالمانو د یو شمېر جوماتونو او بنسټونو د امنیتي ستونزو په پام کې نیولو سره پرېکړه کړې، چې د محرم مراسم په هغو جوماتونو کې ترسره شي، چې امنیت یې بشپړ دی.

طا-لبانو د دې په څرګندولو سره چې افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی، ټینګار وکړ چې د کابل ښار خلک باید د ځینو رسنیو له منفي او زهرجنو تبلیغاتو نه متاثره شي او اسلامي امارت به د ټولو هېوادوالو امنیت تامین کړي.

د دغې اعلامیې په پای کې له ټولو کابل ښاریانو غوښتل شوي چې د محرم د ورځو د امنیت د تامین په موخه له امنیتي ځواکونو سره همکاري وکړي.

تر دې مخکې د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ويلي وو، چې امنيتي ځواکونه د محرم د مراسمو د امنيت د ټينګښت لپاره شپه او ورځ کار کوي، څو ښاريان په ډاډمنه فضا کې مراسم ترسره کړي.

هغه زیاته کړه: «د اسلامي امارت امنیتي ځواکونه د محرم د میاشتې د امنیت د تامین په موخه یو پلان جوړوي، څو وکولای شو دا ورځې په افغانستان کې د تېر کال په څېر له کومې پېښې پرته ترسره شي».

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا