اسلایدشوافغانستاناقتصاد او پراختیاروستي خبرونهسیاست

ملګري ملتونه هڅه کوي چې په افغانستان کې د کوکنارو د بدیل کښت لپاره مالي ملاتړ راجلب کړي

دید خبری آژانس: د رییس الوزرا د اقتصادي مرستیال دفتر وايي، ملګري ملتونه په پام کې لري چې په کابل کې د یوه نړیوال کنفرانس په جوړولو سره افغان بزګرانو ته د کوکنارو د بدیل کښت په برخه کې مالي ملاتړ وکړي.

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخند نن ( د کب۱۴مه) په کابل کې د ملګرو ملتونو له نشه یي توکو او جرمونو سره د مبارزې د دفتر له پخواني اجرایوي مشر پینو المارچي سره وکتل.

د رییس الوزرا د اقتصادي مرستیال له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې کتنه کې دواړو لورو له نشه یي توکو سره د مبارزې او د افغانستان او نړیوالې ټولنې د ګډو همکاریو په اړه بحث او خبرې وکړې.

برادر وويل، طا-لبان له تېرو دوه نيمو کلونو راهيسې په افغانستان کې د نشه يي توکو له کښت او قاچاق سره جدي مبارزه کوي او دا مهال يې د توليد او قاچاق کچه صفر ته رسېدلې ده.

له نشه يي توکو او جرمونو سره د مبارزې په چارو کې د ملګرو ملتونو د دفتر پخواني اجرائيه رييس له نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کې د سرپرست حکومت د هلوځلو قدرداني وکړه او ويې ويل چې نړيواله ټولنه مکلفيت لري چې د افغان بزګرانو لپاره د کوکنارو د بديل کښت په برابرولو کې همکاري وکړي.

په خبرپاڼه کې راغلي: پنو المارچي زیاته کړه، دوی په پام کې لري چې په نږدې راتلونکي کې په کابل کې یو نړیوال کنفرانس جوړ کړي او د دغه کنفرانس له لارې بزګرانو ته د کوکنارو د بدیل کښت په برخه کې د نړیوالو مالي ملاتړ راجلب کړي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا