اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

امریکا طا-لبانو ته: له ترهګرو ډلو سره مبارزه ستاسو په ګټه ده

ډيډ خبري اژانس: د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو میلر طا-لبانو ته په خطاب کې ویلي، چې په افغانستان کې دننه له متشدد ترهګرو سره مبارزه د دوی په ګټه ده.

متیو میلر په دې وروستیو کې په یوه خبري کنفرانس کې په افغانستان او سیمه کې د داعش-خراسان د پراخیدو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، واشنګټن طا-لبانو ته څرګنده کړې چې په افغانستان کې له ترهګرو ډلو سره مقابله د دوی په ګټه ده.

میلر په دې خبرې سره چې امریکا له ډیرې مودې راهیسې په خراسان کښې د داعش د احتمالی ترهګریزو فعالیتونو په هکله اندیښمنه ده وویل: تاسو ولیدل چې مونږ په حقیقت کښې روسیې او ایران ته د دغو دوو وروستیو ترهګرو حملو په هکله خبرداری ورکړی او په اروپا کښې د داعش پلانونه شنډ کړی دی.

هغه زیاته کړه: د افغانستان په اړه، موږ تل ویلي چې دا مهمه ده چې افغانستان د هغو ترهګرو لپاره په امن ځای بدل نه شي چې غواړي امریکایانو ته زیان ورسوي.

د هغه په ​​وينا، امريکا په افغانستان کې د ترهګرو پر وړاندې د حساب ورکولو ژمنه کړې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړه: خو موږ طا-لبانو ته دا هم څرګنده کړې چې په افغانستان کې دننه له سخت دریځو ډلو سره مقابله د دوی په ګټه ده.

د يادونې وړ ده، چې لوېديځ د امريکا په مشرۍ له شلو کلونو راهيسې په افغانستان کې پوځي حضور درلود، چې طا-لبان يې ترهګر وبلل.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا