اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

رحمت الله نبیل غوښتنه وکړه چې شمال ته د پاکستانیانو د انتقال پر وړاندې ودریږي

دید خبری آژانس: د ملی امنیت پخوانی رییس رحمت الله نبیل شمال ته د پاکستانیانو د لیږد په اړه اندیښنه ښودلې او ددی مسئلې پر وړاندې یې د ودریدو غوښتنه کړې ده.

د رحمت الله نبیل په مشرۍ د افغانستان د ملي ازادۍ ګوند وايي، له جنوب څخه شمال ته د «ترهګرو» د انتقال هدف دا دی چې دغه سیمه په یوه «نوي وزیرستان» بدله کړي.

 دغه ګوند له طالبانو مخالف زواکونه وغوښتل چې د دغې ډلې پر وړاندې د «وطن متحد جبهې» رامنځته کړي.

د رحمت الله نبیل ګوند په یوه بیانیه کې لیکلي، چې د دغو کسانو لېږد یوه پېچلې سیمه ییزه او د سیمې د هېوادونو د استخباراتو یوه پېچلې پروژه ده او موخه یې منځنۍ اسیا ته د ترهګرو ډلو لېږدول، د نیابتي جګړو اور ته لمن وهل او د دغو سیمو د نفوسو جوړښت ته بدلون ورکول دي.

دغه ګوند ویلي، چې د افغانستان شمال ته د پاکستاني طالب جنګیالیو لېږد د ملي ګټو خلاف کار دی او د قومي اختلافاتو او د وېش لامل کېږي.

د افغانستان د ملي نجات ګوند له وسله والو طالبانو سره د ګډې مبارزې لپاره د پوځي، سیاسي او مدني فعالانو له خوا د یوې «وطن دوستې جبهې» د جوړولو غوښتنه کړې ده.

د يادونې ور ده، چې د افغانستان په شمال کې د پاکستاني طا-لبانو تحريک له توند غبرګون سره مخ شوى دى.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا