اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

لانگ وار جورنال: القاعده تی تی پی ته روزنه ورکوي

دید خبری آژانس: له ادعاوو سره سره، القاعده په مستقیمه توګه د پاکستانی طا-لبانو د اورپکو روزنه او ملاتړ کوی.

د لانګ وار جورنال په وینا، طا-لبان په مستقیمه توګه د القاعدې په مرسته د پاکستاني طا-لبانو تحریک ملاتړ کوي او روزنه ورکوي.

د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو د ملاتړ او څارنې د تحلیلي ډلې له خوا په تازه راپور کې چې د جون په نهمه خپور شو، د پاکستاني طا-لبانو له اورپکو سره د افغان طا-لبانو او القاعدې ملاتړ مستند شوی دی.

په دغه رپوټ کې راغلي دي: د پاکستاني طا-لبانو له غورځنګ څخه د طا-لبانو پټنځايونه او ملاتړ يو داسې ګواښ ته اشاره کوي چې د افغانستان له پولو څخه تيريږي او د دغې ډلې د يوشمير څرګندونو نفي کوي چې د افغانستان له خاورې دې د نورو هيوادونو پرخلاف د بريدونو لپاره استفاده نه کوي.

د دغه راپور پر بنسټ، د افغان طا-لبانو او پاکستان تحریک طا-لبان تر منځ اړیکي لکه له القاعدې سره د طا-لبانو د اړیکو په څېر، یو قوي اړيکه ده او د ماتیدو امکان یې نشته.

د دې ترڅنګ افغان طا-لبان پاکستاني طا-لبان د افغانستان لپاره ګواښ نه ګڼي، بلکې د اسلامي امارت برخه ګڼي.

د طا-لبانو او ټي ټي پي اړیکې په افغانستان کې دننه او د پاکستان د پولو په اوږدو کې د لسیزو جګړو په ترڅ کې جوړې شوې دي.

د تحریک طا-لبان پاکستان مشر د طا-لبانو له امیر سره بیعت کړی او ویلي یې دي چې د دوی ډله په افغانستان کې د طا-لبانو د اسلامي امارت برخه ده.

تحریک طا-لبان پاکستان د امریکا او پخواني افغان حکومت پر ضد په جګړه کې له طا-لبانو سره مرسته کړې او د افغانستان په ختیځ کې د خوندي پټنځای په توګه پیژندل کیږي.

د ملګرو ملتونو د یوه غړي هیواد په وینا، القاعده پخپله «د پاکستان د تحریک طا-لبان جنګیالیو ایډیالوژیک لارښود دی او د ځانمرګو بریدګرو لپاره د کنړ ولایت په روزنیز کمپونو کې روزنه ورکوي».

القاعده نه شي کولی په افغانستان کې د طا-لبانو او د هغوی د مشرتابه له څرګند رضایت او ملاتړ پرته ډېر روزنیز کمپونه جوړ کړي.

د ملګرو ملتونو د څارونکې ډلې په راپور کې راغلي چې القاعده د افغانستان په پنځو ولایتونو کې فعال روزنیز کمپونه لري.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا