اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

د افغانستان پر محور د ازبکستان او اروپا د چارواکو ترمنځ د سلا مشوری

ډید خبري اژانس: د افغانستان په چارو کې د ازبکستان ځانګړي استازي په اروپا کې د امنیت او همکارۍ سازمان (OSCE) د پروژې له همغږي کوونکي سره په افغانستان کې د دوه اړخیزو همکاریو په اړه نظرونه تبادله کړل.

د افغانستان په چارو کې د ازبکستان ځانګړي استازي عصمت الله ایرگشوف په دې وروستیو کې په اروپا کې د امنیت او همکارۍ سازمان د پروژې همغږي کوونکي کلیمنز کویا سره وکتل او له افغانستان سره یې د دوه اړخیزو همکاریو په اړه خبرې وکړې.

په دې کتنه کې دواړو لورو په افغانستان کې د ازبکستان او د اروپا د امنيت او همکارۍ سازمان ترمنځ د همکاريو پر اوسنيو شرايطو او امکاناتو خبرې وکړې.

کلیمنز کویا د افغانستان خلکو ته د بشردوستانه او نورو مرستو په برابرولو او همدارنګه د بیلا بیلو زیربنایي پروژو په تطبیق کې د ازبکستان د پام وړ رول باندې ټینګار وکړ.

بايد يادونه وشي چې ازبکستان په افغانستان کې د جمهوري رياست له ړنګېدو راهيسې له طا-لبانو سره ډېرې نږدې اړيکې لري.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا