اسلایدشواقتصاد او پراختیاروستي خبرونهټولنه

کرونا په افغانستان کې؛ مثبتې پېښې له پنځه زره څخه لوړې شوې

د تېرو ۲۴ ساعتونو په اوږدو کې، د عامې روغتیا وزارت په لابراتوارونو کې د کرونا ویروس ۶۱۹ شکمن سمپلونه تر ازموینې لاندې نیول شوي، چې له دې جملې څخه، ۲۵۹ سمپلونه مثبت پېژندل شوي دي. د ۲۵۹ تازه پېښو په ثبتېدو سره، په هېواد کې پر کووېډ ۱۹ ناروغۍ د اخته کسانو ټولیز شمېر ۵۲۲۶ تنو ته رسېدلی دی.

د تېرو ۲۴ ساعتونو په اوږدو کې، د عامې روغتیا وزارت په لابراتوارونو کې د کرونا ویروس ۶۱۹ شکمن سمپلونه تر ازموینې لاندې نیول شوي، چې له دې جملې څخه، ۲۵۹ سمپلونه مثبت پېژندل شوي دي. د ۲۵۹ تازه پېښو په ثبتېدو سره، په هېواد کې پر کووېډ ۱۹ ناروغۍ د اخته کسانو ټولیز شمېر ۵۲۲۶ تنو ته رسېدلی دی.
د دید خبری آژانس په رپوت، د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ډاکټر وحید مجروح، چې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې یې د کرونا ویروس په اړه، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له مرستیال سره په یوه ګډه خبري کنفرانس کې خبرې کولې زیاته کړه: د تېرو ۲۴ ساعتونو پر مهال، ۴۲ تنه نور په کووېډ ۱۹ ناروغۍ اخته کسان جوړ شوي، چې په دې سره، د روغو شویو کسانو ټولیز شمېر ۶۴۸ تنو ته ورسېد.
همداراز هغه زیاته کړه، چې د تېرو ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې د کووېډ ۱۹ ناروغۍ له امله ۵ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی، چې د دې شمېر په ثبتېدو سره له یادې ناورغۍ څخه د مړو شویو کسانو ټولیز شمېر، ۱۳۲ تنو ته لوړ شوی دی.
مجروح یو ځل بیا وویل، د عامې روغتیا وزارت هیله لري، چې خلک د روغتیایي اصولو په مراعتولو، د لاسونو په مینځلو، د ماسکونو په اچولو او ټولنیز واټن په ساتلو سره، خپل ځان او نور خلک له کرونا ویروس څخه خوندي وساتي.
هغه دې ته په ټینګار سره، چې د کابل ښار په دشت برچي سیمه کې پر سل بستریز روغتون زړه بوږنونکي برید، عامې روغتیا وزارت، ډاکټرانو او خلکو ته ګڼې اندېښنې پیدا کړي دي، هیله وښوده، چې دا په هېواد کې د تاوتریخوالي وروستۍ پېښه وي.
په ورته وخت کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشراتو مرستیال، عبدالمنان شیوا شرق، د کرونا ویروس خپرېدو مخنیوي لپاره د عامه پوهاوي په برخه کې د دغه وزارت د لاسته راوړنو او پروګرامونو په اړه وویل: اطلاعاتو او فرهنګ وزارت تر دې مهاله د عامه پوهاوي په برخه کې د هېواد د ۳۴ ولایتونو د اطلاعاتو او فرهنګ له ریاستونو سره اړینه همغږي رامنځته کړې او د کړنو پایلې به یې په اوونیز ډول له خلکو سره شریکې شي.
هغه وویل، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت، هڅه کوي چې د زونونو په کچه له والیانو سره د ویډیو کنفرانس له لارې، د عامه پوهاوي په برخه کې د هغوی له فعالیتونو څخه معلومات تر لاسه او له خلکو سره یې شریک کړي.
شیوا شرق، د کرونا ویروس خپرېدو مخنیوي لپاره، د عامه پوهاوي ورکولو په برخه کې د دیني عالمانو، رسنیو، مدني ټولنو او کورنیو رول مهم وباله او په دې برخه کې یې د هغوی د لا زیاتې همکارۍ غوښتنه وکړه.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا