افغانستانروستي خبرونهسیاست

جنبش او اسلامی جمعیت ګوند

د جمعیت اسلامي ګوند اجرائیه رئیس عطا محمد نور او د ملي جنش ګوند سر پرست باتور دوستم د وروستیو سیاسي او امنیتي تحولاتو ته په کتو سره د دواړو حزبونو په استازیتوب له یو بل سره لیدنې کتنې پیل کړي دي.

نور چې د بلخ والي په توګه په حکومت کې دندې لري، څو ورځې مخکې په پلازمینې کابل کې د وروستیو تاوتریخوالو په اړه د جمعیت اسلامي له دریځ او غوښتنو څخه خپل ملاتړ څرګند کړ چې په کې یې د جګپوړي امنیتي چارواکو لیرې کول هم شاول وو.

په همدې حال کې ښاغلي نور وایي، د ښاغلي دوستم سره د کتنو پر مهال دواړو لورو په دې ټینګار کړی، چې د جمعیت اسلامي او د ملي جنبش ګوندونو ترمنځ ګډ سیاسي کار او هڅې باید چټکې شي.

هغه زیاته کړه، چې د کتنو پر مهال دواړو لورو د هېواد د روان سیاسي حالاتو په اړه او د شمالي ولایتونو د امنیتي حالاتو په باب هم بحث او خبرې اترې وکړې.

په پلازمینې کابل د المان سفارت ودانې ته څېرمه د خونړي برید وروسته سلګونو خلک د یاد برید په غبرګون کې واټونو ته راوتل او لاریون هغه مهال په تاوتریخوالي بدل شو چې مظاهره چیانو د ارګ لورته د تګ هڅه کوله.

د تاوتریخوالو په ترڅ کې د مشرانو جرګې لومړي نائب زوی سالم ایزدیار زوی هم ووژل شو خو د حکومت، معترضینو او د جمعیت اسلامي ګوند ترمنځ کړکیچ هغه وخت زور واخیست چې د سالم ایزدیار د جنازې په مراسمو کې پر له پسې ځانمرګي بریدونه ترسره شول او په ترڅ کې یو شمېر کسان ووژل شول او لسګونه نور ټپیان شول.

د دغه برید په غبرګون کې ښاغلي نور ویلي وو، چې اوس د دې وخت را رسېدلې چې د خلکو د ساتنې لپاره جدي پریکړې وشي.

هغه  د سالم ایزدیار د جنازې په مراسمو کې برید یو ناځوانمردانه دسیسه او پر یو سیاسي جریان مستقیم برید وبلل او وویل، چې ورته بریدونه هغه ګومانونه به زیات کړي چې ګواکې په  دغو بریدونو کې د نظام په منځ کې ځینې حلقې لاس لري.

 

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا