اسلایدشوافغانستانامنیت و حوادثروستي خبرونه

د ازادۍ جبهې په لغمان کې د امنیتي ځواکونو د دوو غړو د وژلو ادعا کړې ده

دید خبري اژانس: د ازادي په نوم یوې جبهې ادعا کړې چې د دولت شاه ولسوالۍ د امنیت امر قاري «همت» په برید کې د هغه دوه ساتونکي وژل شوي دي.

دغه جبهې پرون ماښام په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي چې د ازادۍ جبهې جنګیالیو په ختیځ زون کې د دولت شاه ولسوالۍ د امنیت امر قاري همت د هغه دوه ساتونکي وژلي دي.

د آزادۍ جبهې ادعا کړې ده: قاري همت په دولتشاه کې د پخوانيو امنيتي ځواکونو د وژنو او دسيسو طرحه کوونکى و چې دوه مياشتې مخکې يې دوه پخواني پوځيان له نيول کيدو وروسته په ډزو ووژل.

دغه جبهه زیاته کړه چې د دغې نښتې په پایله کې قاري همت سخت ټپي شوی او د کوما په حالت کې د کابل د ملي امنیت روغتون ته انتقال شوی دی.

د ازادۍ جبهې د راپور پر بنسټ، دوه واړه وسلې د «آزادۍ غوښتونکو» په لاس کې دي.

په همدې حال کې د ازادۍ جبهې په دې وروستیو کې پر طا-لبانو خپل بریدونه زیات کړي دي.

څو ورځې وړاندې د دې جبهې غړو د کابل په کوټه سنګي سیمه کې د طا-لبانو پر ضد د عملیاتي برید ادعا کړې وه.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا