اسلایدشوبرگزیدهبشری حقونهروستي خبرونهسیاستمهم مطالبنړۍ

ازبیکستان د یوه خپلواک فلسطیني دولت د جوړېدو ملاتړ وکړ

دید خبری اژانس وایی: د ازبیکستان ولسمشر په نیواکګر فلسطین کښې له سختې نښتې او د غزې په تړانګه د اسرائیلو د رژیم له بمباریو وروسته د یوه خپلواک دولت د جوړولو لپاره د فلسطین د خلکو له حق څخه خپل ملاتړ څرګند کړ.

د ازبیکستان ولسمشر شوکت میرضیایف د دغه هېواد د دولتي پلاوي په غونډه کې په غزه کې د اسرائیلي پوځ او حماس تر منځ د جګړې په اړه وویل چې هېواد یې د یوه خپلواک دولت د جوړېدو لپاره د فلسطیني خلکو له حقه ملاتړ کوي.

ميرضيايف يادونه وکړه: په دې جګړو کې زياتې ښځې او ماشومان ووژل شول او د خلکو کورونه ويجاړ شول.

هغه دا هم وویل چې د فلسطین کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د مرستې او کور جوړونې ادارې سره به ۱,۵ میلیونو ډالر مرسته وکړي.

د ازبیکستان ولسمشر: موږ د فلسطین له خلکو سره خپله خواخوږي څرګندوو. د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې او د امنیت شورا د پریکړه لیکونو په چوکاټ کې، موږ د یو خپلواک دولت د جوړولو لپاره د فلسطین د حق ملاتړ کوو.

شوکت میرضیایف د خپلو خبرو په یوه بله برخه کې د یوې مناسبې حل لارې د موندلو په موخه اسرائیلي او فلسطیني اړخونه د اوربند او خبرو اترو ته راوبلل.

د يادونې وړ ده چې يونيسف پرون اعلان وکړ چې غزه د ماشومانو په قبرستان بدله شوې ده.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا