اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

د «کابل نیوز» شبکی خپرونې بندې شوې

دید خبری آژانس: «کابل نیوز» خبری چینل خپلې ټلویزیونی خپرونې بندې کړې دی.


ویل کېږي چې دغه ټلویزیوني چینل د فشارونو له امله د خپرونې بندولو ته اړ شوی، خو دا نه ده څرګنده چې دا فشارونه د چا له خوا او له کوم لوري راغلي دي.
د کابل نیوز خصوصي شبکه د پخواني ولسمشر حامد کرزي د نږدې همکار عبدالکریم خرم له خوا جوړه شوې ده.
څه موده وړاندې حامد کرزي د ټویټر له لارې د کابل نیوز تلویزیون د اکاونټ د بندیدو په اړه د وضاحت غوښتنه وکړه.
ښاغلي کرزي ویلي وو چې ټویټر د کابل نیوز اکاونټ وروسته له هغه بند کړ چې افغان ښځینه ډاکټرانو یې له نجونو غوښتي چې ښوونځي ته ستانه شي.
خو تر اوسه د کابل نیوز د خپرونو د بندیدو اصلي لامل معلوم نه دی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا