اسلایدشوروستي خبرونهسیاستمهم مطالبنړۍ

پاکستان: په بلوچستان کې مو ۲۱ ترهګر وژلي دي

ډيډ خبري اژانس: د پاکستان پوځ اعلان کړی، چې په بلوچستان کې يې د وسله والو بريدونه په شا تمبولي او وايي، د چاڼيزو عملياتو په ترڅ کې يې ۲۱ ترهګر وژلي دي.

د پاکستان امنیتي ځواکونو یوه ورځ وروسته له هغې چې د بلوچستان په «مچ» او «کالپور» سیمو کې د ترهګرو بریدونه په شا وتمبول، د پاکسان په عملیاتو کې ۱۲ نور ترهګر ووژل شول، چې په دې سره په دغو عملیاتو کې د تلفاتو شمېر ۲۱ تنو ته ورسېد.

د پاکستان د پوځ عامه اړیکو خبر ورکړی چې د ځانمرګو بریدګرو په ګډون څو تنو ترهګرو د بلوچستان په مچ او کالپور کمپلیکسونو بریدونه وکړل.

په دغو جګړو کې د پاکستان د امنیتي ځواکونو څلور غړي او دوه نور ملکي وګړي وژل شوي دي.

د بلوچستان ایالت د اطلاعاتو وزیر جان اڅکزي دغه وسله وال د بلوچستان د ازادۍ پوځ د غړو په توګه معرفي کړل.

د راپورونو له مخې، لکه څنګه چې ټاکنې را نږدې کیږي، د افغانستان او ایران په سرحدي سیمو کې د پاکستان وضعیت خورا ناامنه شوی دی.

په همدې حال کې د تحریک انصاف یو غړی له افغانستان سره پولې ته څېرمه وژل شوی دی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا