اسلایدشوامنیت و حوادثروستي خبرونهسیاست

دوه برتانوي اتباعو چې غوښتل یې په افغانستان کې له داعش سره یوځای شي په محکمه کې اعتراف کړی دی

دید خبری آژانس: دوه بریتانویانو چې پلان درلود افغانستان ته له داعش سره د یوځای کیدو لپاره سفر وکړی په محکمه کې په خپل جرم اعتراف وکړ.

٢١ کلن محمد عبدالحليم حيدرخان او ١٨ کلن محمد حمزه حيدرخان د برمنګهم ښار د دوشنبې په ورځ د دغه ښار په جنايي محکمه کې حاضر شول.

د محاکمې څخه یوه اونۍ لږ وروسته، دواړو وروڼو اعتراف وکړ چې دوی د تروریزم لپاره د چمتو کولو لپاره ګامونه پورته کړي.

دوی د سپتمبر په ۱۱ د برمینګهم کراؤن محکمې ته د سزا لپاره بیرته ځي.

څارنوال هرپریت سنډو د جولای په ۵ د محکمې د اوریدنې په پیل کې وویل چې وروڼه د ۲۰۲۲ په جریان کې «په زیاتیدونکي ډول افراطی» شوي.

په محکمه کې څرګنده شوې چې دغو وروڼو کالي او تجهیزات اخیستي او څیړنه یې کوله چې څنګه افغانستان ته د داعش خراسان څانګې (ISKP) په نوم ترهګریز سازمان سره یوځای کیدو لپاره سفر وکړي.

محکمې ته ویل شوي وو چې دوی له داعش سره د یوځای کیدو لپاره غوښتنلیکونه ډک کړي دي.

د قضيې څارنوال قضاوت ته وويل چې داعش په ۲۰۱۴ کال کې د برتانيې د کورنيو چارو د وزير له خوا بنديز ولګېد او د خراسان څانګه يې د يوې «سيمه ييزې څانګې» په توګه پېژندل کېږي.

د جرم له اقرار وروسته، د برمنګهم د پولیسو د تروریزم سره د مبارزې مشر مارک پاین وویل: «د دوی په وړاندې کافي شواهد په ښکاره ډول دوی ته بل انتخاب نه دی ورکړی چې د یو ترهګر سازمان سره د یوځای کیدو او جنګ کولو لپاره د جرم اعتراف وکړي».

د افغانستان په اړه د امنیت شورا په نوي راپور کې راغلي چې د داعش خراسان څانګې په افغانستان کې خپل هدفي بریدونه زیات کړي او په تېرو دوو کلونو کې په افغانستان کې تر ټولو زیات ملکي تلفات د داعش د بریدونو له امله شوي دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا