اسلایدشوافغانستانتر تولو مشهورروستي خبرونهسیاستمهم مطالبنړۍ

په راتلونکې کې د ملګرو ملتونو تر څارنې لاندې د افغانستان په اړه د غونډې د جوړېدو امکان

دید خبری آژانس: د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی د جنورۍ په دوهمه نیټه د ملګرو ملتو تر څارنې لاندې د افغانستان په اړه د غونډې د جوړیدو احتمال اعلان کړ.

په افغانستان کې د روسیې استازي ضمیر کابلوف تاس ته ویلي چې ملګري ملتونه ښايي د جنورۍ په دوهمه نیمه د افغانستان په اړه غونډه وکړي.

د کابلوف په وینا، په دې غونډه کې به د بېلابېلو هېوادونو استازي د نظر تبادله وکړي.

هغه څرګنده کړه: اوس مهال د ملګرو ملتو د بلنې لپاره د ټاکلې نیټې په انتظار یو. هلته به هرڅوک د هغې په اړه خبرې کوي.

د ملګرو ملتونو سازمان د افغانستان په اړه د بېلابېلو هېوادونو د ځانګړو استازو په حضور کې د ثور په میاشت کې په دوحه کې د یوې غونډې کوربه و.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش په دې غونډه کې وویل چې په راتلونکي کې به د افغانستان په اړه د یوې بلې غونډې کوربه وي.

کابلوف زیاته کړه چې د مسکو بڼه به تر ۲۰۲۴ کال پورې د افغانستان په اړه خپل کار ته دوام ورکړي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا