اسلایدشوافغانستانبشری حقونهروستي خبرونهسیاست

د بشري حقونو د څار اداره: د دوحې تړون د ښځو له حقونو د سیستماتیک سرغړونې بنسټ دی

ډید خبري اژانس: د بشري حقونو د څار د ښځو د څانګې مشرې د دوحې تړون په افغانستان کې د ښځو له حقونو څخه د سیستماتیک سرغړونې بنسټ ګڼي.

په هیومن رایټس واچ کې د ښځو د حقونو مرستیالې هیدر بار د امریکا او طا-لبانو ترمنځ د دوحې تړون مبهم او د نه پوهیدو وړ وباله او زیاته یې کړه چې دا تړون تر ډیره حده افغان میرمنې له سیاسي ګډون څخه بې برخې کوي.

بار، د افغانستان د پخلاینې لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د دوحې په تړون کې د ښځو حقونه تر پښو لاندې کولو تورن کړل.

هیدر بار په افغانستان کې د ښځو ناوړه وضعیت ته په پام سره وايي چې د افغانستان په اړه له مهمو بحثونو څخه د ښځو ایستل د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۱۳۲۵ پریکړه لیک له اصولو سره په ټکر کې دي.

بار د ۲۰۲۰ د دوحې تړون د سیاسي جوړجاړي لپاره د ښځو حقونو ته د نه پاملرنې یوه بیلګه وګڼله.

هغه زیاته کړه چې د دوحې تړون افغانستان ته د «اسلامي امارت» بیرته راستنیدو ته لاره هواره کړه چې بالاخره له ۲۰۲۱ کال وروسته د ښځو د حقونو د سیستماتیک سرغړونې لامل شو.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې مخکې د بشري حقونو سازمانونو هم د طا-لبانو له لوري د ښځو د بنسټیزو حقونو، چې ښوونې او روزنې، کار، سیاسي او ټولنیزو فعالیتونو ته د لاسرسي په ګډون د سرغړونې په اړه نیوکې کړې وې.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا