اسلایدشوروستي خبرونهسیاست

ملګري ملتونه: په افغانستان کې وسلې د ترهګرو لاس ته لوېدلې دي

دید خبری آژانس د خبر له مخې: له ترهګرۍ سره د مبارزې په چارو کښې د ملګرو ملتو د سرمنشی مرستیال ولادیمیر ورنکوف وویل چې په افغانستان کښې د ترهګرو په لاس کښې د وسلو او مهماتو د ورکیدو ویره په حقیقت بدله شوې ده.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیال دغه څرګندونې پرون د نړیوالې سولې او امنیت پر وړاندې د داعش د ګواښونو په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې وکړې.

هغه د یو راپور په وړاندې کولو سره خبرداری ورکړ چې د مالي ساحل، بورکینا فاسو او نایجر په ګډون په افریقایي هیوادونو کې د داعش سره تړلې ډلې مخ په زیاتیدو دي.

ده وويل: له افريقا هاخوا په افغانستان کې وضعيت په تدريجي ډول کړکېچن کېږي او د ترهګرو لاس ته د وسلو او مهماتو د لوېدو وېره اوس رښتيا شوې ده.

په پرونۍ غونډه کې د اکوادور استازي هم د افغانستان پر وضعیت او په سیمه کې د داعش د بریدونو د ترسره کولو په اړه اندېښنه څرګنده کړه، لکه په پاکستان کې د جولای د میاشتې په ۳۰مه او په ایران کې د اګست په ۱۳مه.

هغه د داعش د مالي سرچینو د تړلو پر اړتیا ټینګار وکړ.

د هغه په ​​وینا، د پیسو نړیوال صندوق (IMF) د دې مسلې د حل لپاره د څو اړخیزو هڅو لپاره د ملګرو ملتونو د نړیوال تروریزم سره د مبارزې د همغږۍ تړون سره مرسته کوي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا مشري د امریکا استازې لینډا توماس ګرینفیلډ په خپله وینا کې ویلي چې امریکا د داعش او القاعدې پر ضد جګړه کې له خپلو افریقايي ملګرو سره لازمو مرستو ته دوام ورکوي.

نوموړي د جنوبي اسیا په تړاو وویل چې افغانستان باید د القاعدې او داعش په ګډون د ترهګرو ډلو لپاره خوندي ځای نه وي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا