اسلایدشوروستي خبرونهنړۍ

ډنمارک پارلمان ته د قرانکریم د سوځولو د منع کولو لایحه پارلمان ته استولی دی

دید خبری آژانس: د ډنمارک حکومت د ملي امنیت د خوندیتوب په موخه د قرآن کریم د سوځولو د منع کولو قانون پارلمان ته استولی دی.

ډنمارک پرون اعلان وکړ، چې په دغه هېواد کې د اسلامي سپېڅلي کتاب د یو لړ بې حرمتیو له امله د اسلامي هېوادونو غوسه راپارولې ده او په پام کې لري، چې د قران کریم پر سوځولو بندیز ولګوي.

ډنمارک د دې میاشتې په پیل کې له سختو غبرګونونو وروسته امنیتي تدابیر سخت کړل.

د ډنمارک د عدلیې وزیر پیټر هومیلګارډ خبریالانو ته وویل چې د هیواد حکومت اراده لري چې «د یوې مذهبي ټولنې له مهمو مذهبي شیانو سره نامناسب چلند جرمي کړي».

هغه زیاته کړه چې په وړاندیز شوي قانون کې په ځانګړي ډول په عامه ځایونو کې سوځول او بې حرمتي شامل دي.

هومیلګارډ ویلي چې د قران کریم سوځول یو «بنسټیز سپکاوی او بې رحمه عمل» دی چې ډنمارک او د هغې ګټو ته زیان رسوي.

د ملي امنیت پیاوړي کول د دې بندیز اصلي «انګیزه» ده.

باید وویل شي، چې په سویډن کې هم څو ځلې قرآن کریم ته اور اچول شوی دی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا