اسلایدشوافغانستانامنیت و حوادثروستي خبرونهسیاست

مزار شریف؛ د صدای افغان په دفتر کې چاودنې ۳ تنه وژلي او ۳۰ نور یې ټپیان کړي دي

د دید خبري آژانس د خبر له مخې مزارشریف کې د آوا خبري اژانس په دفتر کې چاودنې ۳ تنه وژلي او ۳۰ نور یې ټپیان کړي دي. ويل کيږي چې د يوه ټپي روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى.

د شنبې په ورځ په مزارشریف کې د تبیان په فرهنګي مرکز او آوا خبري اژانس کې هغه مهال چاودنه وشوه، چې یو شمېر خبریالان په یوه کنفرانس کې د ګډون په حال کې وو.

د صدای افغان خبری آژانس د اړیکو رئیس سید شبیر محمودی دید ته وویل، چې په چاودنه کې ۳ تنه وژل شوی او ۳۰ تنه نور ټپیان شوی دی.

د هغه په ​​وينا، سيمه اوس د امنيتي ځواکونو له خوا کلابنده شوې ده.

د آوا د اړیکو مسوول زیاته کړه چې د تلفاتو د زیاتوالي احتمال شته.

ويل کېږي چې په دې چاودنه کې د يو شمېر نورو رسنيو خبريالان هم ټپيان شوي، خو د هغوى عمومي حالت ښه دى.

آوا خبر ورکړی، چې د دغه پروګرام د کارپوه سجاد عباسي روغتیايي وضعیت چې په دغه دفتر کې ترسره شو، د اندېښنې وړ دی.

د آوا په ګزارش سره، دا پیښه د یوه کلتوری کنفرانس د جوړیدو او د خبریالانو د پیژندلو پر مهال وشوه.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا