افغانستانروستي خبرونهسیمه

قطر: طالبانو ته  مو د امریکا په غوښتنه ځای ورکړی دی

د قطر د بهرنیو چارو وزیر سلاکار مطلق القحطاني الجزیرې ته ویلي، خپل هیواد کې یې طالبانو ته د امریکا په غوښتنه ځای ورکړی دی.

قحطاني زیاته کړې، دغه کړنه د قطر د خلاصې پالیسۍ پر بنسټ شوې، څو منځګړتوب، خبرو او د سولې راوستو کې مرسته وکړي. قحطاني خبرو کې ویلي، قطر هڅه کوله، څو د طالبانو، امریکایانو او افغان حکومت تر منځ خبرو ته زمینه برابره کړي.

په وروستیو څو ورځو کې په قطر د سعودي په مشرۍ د خلیج هیوادونو فشارونه زیات شوي. سعودي او ملګري یې قطر د ترهګرۍ په ملاتړ تورنوي. دغو هیوادنو له قطر سره هر ډول اړیکې پرې کړي دي.

افغان طالبانو په ۲۰۱۳ ز کال کې په قطر کې د افغان جګړې له ښکېلو خواو سره د خبرو په موخه دفتر پرانیسته چې تر اوسه یې د روانې جګړې د يای ته رسولو په موخه ګڼې ناستې، هڅې او د افغانستان له ګاونډیو سره اړیکې ټینګې کړي دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا