اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهټولنه

افغان مېرمنې د زېږون پر مهال مري – ملګري ملتونه

دید خبری آژانس: ملګري ملتونه وايي، چې په لرو پرتو سیمو کې زیاتره افغان میرمنې د روغتیا ساتنې د اسانتیاوو د نشتوالي له امله د زیږون پر مهال مري.

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق په اکس نن ورځ په خپل کاري حساب کې لیکلي، چې په لرو پرتو کلیو کې ډېرې ښځې روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی نه لري.

په ورته وخت کې، د ملګرو ملتونو د نفوس صندوق اعلان وکړ چې په لیرې پرتو سیمو کې د امیندوارۍ او ماشوم زیږون د ډاډمن کولو په هدف د ښځو سره د مرستې لپاره روغتیایی کورونه جوړوي.

د روغتیا د نړیوال سازمان د تازه شمېرو له مخې، په افغانستان کې د هرو ۱۰۰ زرو زیږونونو له ډلې ۶۳۸ ښځې مري.

همدارنګه په افغانستان کې د زیږون د روغتیا په برخه کې د نادولتي موسسو له خوا د ورکړل شویو شمېرو له مخې شاوخوا ۴۰ سلنه افغان مېرمنې په کور کې زیږون کوي، خو په لرو پرتو سیمو کې دا شمېره ۸۰ سلنې ته رسېږي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا