اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

عطا محمد نور ایتلاف نجات کلک او کوټلی وباله

عطا محمد نور وايي چې ایتلاف نجات یو کلک او کوټلی یون او ماتېدونکی نه دی.

د دید خبرګزارۍ د ګزارش له مخې، عطا محمد نور د  ایتلاف نجات غړی وايي : ایتلاف نجات یو کلک او کوټلی یون  دی او ماتېدونکی نه دی.

هغه وویل چې ددې ایتلاف په ټولو اړخونو کار شوی او له ډېرو جدي بحثونو نه او د هېواد د سیاسي حالاتو په پامنیوي یې اعلام موجودیت کړی دی .

د بلخ والي وايي : د ایتلاف ټولې چارې سنجول شوي پر مخ ځي.

د هغه د وینا له مخې، د ایتلاف  موخه نظام سقوط نه دی او غوښتنه مو په حکومت کې بنسټیز بدلونونه دي.

و یې ویل : د ایتلاف بل ګام په ولایتونو کې په ولسي کچه غونډې دي.

د خپلو ویناوو په ترڅ کې یې وویل : هغوی  چې د ایتلاف له مشرانو غواړي چې شتمنۍ ثبت کړي نو لومړی دې په ملي قراردادونو کې شفافیت راولي.

د هغه په باور د ایتلاف نجات مشران د شتمنیو ثبت ته اړتیا نه لري بلکې هغوی دې شتمنۍ ثبت کړي چې له ملي قراردادونو په میلیونو ډالر ګټه کوي.

د بلخ د والي د وینا له مخې حکومت په درېیو څلورو تنو په خلکو واکمني کوي او د هېواد ملي شتمنۍ یې یو څو کسانو ته ورکړي دي .

د جمعیت اسلامي اجرایه رییس وویل، چې حکومت دې د ملي قرار دادونو په باب ولس ته حساب ورکړي.

ښاغلی نور د ایتلاف نجات یو له اصلي مشرانو ځنې دی او د ارګ د تک روۍ پر وړاندې یې له محمد محقق او جنرال دوستم سره ایتلاف کړی دی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا