اسلایدشوروستي خبرونهسیاستنړۍ

د عمران خان حقوقی ټیم استیناف کوي

ډید خبري اژانس: د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان د مدافع وکیلانو قانوني ډله وايي، د هغه له نیول کېدو او زنداني کېدو وروسته د استیناف غوښتنه کوي.

د عمران خان وکیلان چې په دې وروستیو کې زنداني شوي وايي، پلان لري چې د دوشنبې په ورځ (د اسد ۱۶مه) په ستره محکمه کې د استیناف غوښتنه وکړي.

دوی وايي چې د شنبې په ورځ د عمران خان په سزا کې بې نظمۍ شوې وې، چې د حکومتي تحفو له خرڅلاو څخه د ترلاسه شویو پیسو په ثبتولو کې د پاتې راتلو له امله په درې کاله بند محکوم شو.

د پاکستان د پخواني لومړي وزیر قانوني ډلې هم په زندان کې د خپل امنیت په اړه اندېښنه ښودلې ده.

خو د زندان چارواکو دغو اندېښنو ته ځواب نه دی ویلی.

په همدې حال کې د پاکستان سیمه ییزې محکمې د شنبې په ورځ (د اسد ۱۴مه) د تحریک انصاف مشر عمران خان ته د درې کاله بند سزا واوروله.

پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې د دغه هېواد یوې محکمې عمران خان ته په درې کاله بند او پر سیاسي فعالیت د پنځه کاله بند سزا اورولې ده.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا