اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاستمهم مطالبنړۍ

روسیې له طا-لبانو وغوښتل چې یو ټول شموله حکومت جوړ کړي

دید خبري آژانس: روسیې په جینوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا په غونډه کې له طا-لبانو وغوښتل، چې یو ټول شموله حکومت جوړ کړي.

تاس د دغه پلاوي د یوه غړي روسلان سټروګانوف په حواله نن شنبه (د کب ۱۲مه) راپور ورکړی چې مسکو د افغانستان د ثبات او امنیت د ټینګښت لپاره کار کوي او دا د روسیې لومړیتوب دی.

سټروګانوف ټینګار کړی دی: مسکو له افغان چارواکو (طا-لبانو) سره په تماس کې دی او له هغوی یې غوښتي چې د عامه ادارې د یوه جامع سیستم د جوړولو په اړه خپلې پخوانۍ ژمنې عملي کړي… یوازې په افغانستان کې تلپاتې سوله د ټولیز پرمختګ لامل کېږي.

دغه راز دغه روسي ديپلومات وويل چې په افغانستان کې روان بحراني حالت د ٢٠١١ کال په اګست مياشت کې له افغانستان څخه د لويديځ د بيړنۍ وتلو له امله دى او ويې ويل چې لويديځو هېوادونو په دغه هېواد کې تباهي او فقر پريښود.

هغه وويل: «اوس لويديځ هېوادونه په بې شرمۍ سره د افغان چارواکو (طا-لبانو) مسووليت په ګوته کوي او د بشري مرستو رسول د کابل له سياسي امتيازونو سره تړاو لري».

دا لومړی ځل نه دی چې روسیه په افغانستان کې د یوه جامع حکومت د جوړولو غوښتونکي دي، بلکې مسکو په وار وار پر دې مسالې ټینګار کړی دی. تر دې مخکې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د جنورۍ په ۱۸مه (د جدی ۲۸مه) په یوه خبري غونډه کې هیله څرګنده کړې وه چې په افغانستان کې به یو داسې حکومت رامنځته شي چې د ټولو توکمونو او سیاسي ګوندونو استازي پکې برخه واخلي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر ټینګار کړی چې هېواد یې له طا-لبانو سره په منظمه توګه د هغو مسلو په اړه په تماس کې دی چې باید حل شي، څو طا-لبان یو منل شوی حکومت شي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا