اسلایدشوافغانستانبشری حقونهروستي خبرونهټولنه

د ښځو د ښکلا سالونونو تړل؛ ۶۰ زره ښځې بېکاره شوې

ډید خبري اژانس: په هېواد کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د بندیزونو له امله د ښکلا د سالونونو د تړل کېدو له امله به څه باندې ۶۰ زره ښځې خپلې دندې له لاسه ورکړي.

د سوداګرۍ او صنایعو خونې یوې سرچینې رسنیو ته ویلي، د طا-لبانو وروستۍ پرېکړه چې د ښځو د وېښتانو د ټولو سالونونو تړلو پرېکړه کړې، په ټول هېواد کې د شاوخوا ۶۰ زره مېرمنو د بېکارۍ لامل کېږي.

دغې سرچینې زیاته کړه چې په پلازمینه کابل کې د ښځو د ښکلا ۳۱۰۰ سالونونه او په ټول هېواد کې ۱۲۰۰۰ د ښځو د ویښتانو سالونونه شته چې په هر یوه کې په اوسط ډول پنځه ښځې کار کوي.

سرچينه وايي چې د طا-لبانو د حکومت « امر بالمعروف و نهی عن المنکر» وزارت هم په لفظي ډول هغوی ته خبرداری ورکړی چې د شکلا سالونونه د تړلو په اړه له رسنيو سره خبرې ونه کړي.

طا-لبانو امر کړی چې د ښځو د ویښتانو ټول صالونونه «د یوې بلې میاشتې لپاره» وتړي.

د طا-لبانو حکومت دا نه ده څرګنده کړې چې دا بندیز څه لامل شوی، یا د سالونونو د تړلو په صورت کې به د ښځو لپاره کوم بدیل موجود وي.

د طا-لبانو لخوا د ښځو د ویښتانو د سالونونو د تړلو امر غبرګونونه راپارولي دي.

ملګرو ملتونو د دغه فرمان د لغوه کولو غوښتنه کړې ده.

په هېواد کې د ملګرو ملتونو ماموریت (یوناما) هم ټینګار کړی چې دا ډول سیاست د هېواد اقتصاد ته زیان رسوي او د ښځو د کار د ملاتړ په اړه د طالبانو له ادعاوو سره په ټکر کې دي.

د يادونې وړ ده، چې د ښځو د ازادۍ په اړه د نړۍ او سيمې د هېوادونو له غوښتنو سره سره، پر وړاندې يې بنديزونه ورځ په ورځ زياتېږي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا