اسلایدشوروستي خبرونهسیاستنړۍ

ازبکستان: د افغانستان ستونزې ته دې د نړیوالې ټولنې پام راواړوي

ډید خبري اژانس: د ازبکستان ولسمشر د سیمې له هېوادونو وغوښتل چې د افغانستان ستونزې او د خلکو کړاو ته د نړیوالې ټولنې پام راواړوي.

د ازبکستان ولسمشر په جده کې د منځنۍ آسیا او فارس خلیج د همکارۍ شورا په غونډه کې له شریکانو وغوښتل چې د افغانستان د ترانزیټ پټلۍ د جوړولو په ستراتیژیکه پروژه کې چې د فارس خلیج هېوادونه په لنډه توګه له منځنۍ آسیا سره نښلوي، په فعاله توګه برخه واخلي.

د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف هم په افغانستان کې د سولې د ټینګښت په اړه خبرې وکړې.

میرضیایف ټینګار وکړ: زموږ سیمې باید فعالې شي او د افغانستان ستونزو ته د نړیوالې ټولنې پام له لوړو پوړیو څخه راواړوي، څو د دغه هېواد د خلکو ژوند آسانه شي.

د ازبکستان ولسمشر د خپلې وینا په پای کې ډاډ څرګند کړ چې د نننۍ تاریخي سرمشریزې پایلې به د منځنۍ اسیا او خلیج ترمنځ د څو اړخیزو اړیکو د خدمت په برخه کې په بشپړه توګه نوې کچې ته ورسیږي.

دغه غونډه د سعودي عربستان د ولیعهد محمد بن سلمان آل سعود په مشرۍ جوړه شوه.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا