افغانستانامنیت و حوادثروستي خبرونه

په ۲۴ ولایتونو کې د سختو بارانونو خبرداری

د دید خبري آژانس د خبر له مخې د هوا پېژندنې ادارې د هېواد په ۲۴ ولایتونو کې د سختو ورښتونو خبرداری ورکړی دی.

په ۲۴ ولایتونو کې د سختو بارانونو خبرداری

د دغه رياست د اعلاميې له مخې، نن يکشنبه (د زمری ٢مه) او سبا په پلازمېنه کابل او نورستان، بدخشان، کونړ، لغمان، ننګرهار، پکتيا، پکتيکا، غزني، کاپيسا، پنجشېر، پروان، ميدان وردګ، لوګر، خوست، دايکنډي، اروزګان، غور، کندهار، هلمند، نيمروز، فراه، هرات او زابل ولايتونو کې د ورښتونو او سيلابونو امکان شته.
د هوا پېژندنې ادارې په بېلا بېلو ځايونو کې له ۱۰ تر ۴۰ ملي مترو پورې د باران اټکل کړی دی.
په تېرو دوو ورځو کې د هېواد په ۱۰ ولایتونو کې د سېلابونو له امله ۱۳ تنه مړه او تر ۲۰ ډېر نور ټپیان شوي دي.
د طا-لبانو د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت وايي، سېلابونو ډېر مالي زیانونه هم اړولي دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا