اسلایدشوافغانستانبشری حقونهروستي خبرونهټولنه

ملګري ملتونه: په هرات کې شاوخوا ۳۲ زره کسان بشري مرستو ته اړتیا لري

ډید خبري اژانس: د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق وايي چې په هرات کې له زلزلې وروسته شاوخوا ۳۲ زره کسان بشري مرستو ته اړ دي.

د ملګرو ملتونو د نفوسو صندوق د دوشنبې په ورځ (۲۴ میزان) په یوه بیان کې اعلان وکړ چې د هرات له زلزلې وروسته ۳۱۸۰۰ کسان بشري مرستو ته اړتیا لري.

په خبرپاڼه کې راغلي: څه باندې ۷۶ زره ښځې او نجونې د زیږون په عمر کې دي. اوس مهال له ۷۴۰۰ څخه زیات کسان امیندواره دي.

UNFPA خپل شریکان په اغیزمنو ټولنو کې د میندو او نوي زیږون پاملرنې چمتو کولو لپاره متحرک کړي ترڅو خوندي زیږون ډاډمن کړي.

دغه صندوق زیاته کړه چې د هرات زلزله ځپلو کډوالو په نړېدلو ودانیو، موقتي سرپناهونو او خیمو کې پناه اخیستې ده.

د ملګرو ملتونو د دغه سازمان د راپور پر بنسټ، ښځې او نجونې زیانمنې دي.

په همدې حال کې یونیسف اعلان کړی چې ۹۶۰۰۰ ماشومان لا هم عاجلو مرستو ته اړتیا لري.

د يادونې وړ ده، چې په دې وروستيو ورځو کې د هېواد په لوېديځ کې د پرله پسې زلزلو له امله لسګونه کسان وژل شوي او سلګونه نور ټپيان شوي دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا