اسلایدشوروستي خبرونهسیاستنړۍ

په سویډن کې د قرآن سوځول: ایران: موږ به د اوس لپاره استکهلم ته سفیر نه واستوو

ډید خبري اژانس: ایران په سویډن کې د یوه سخت دریځه مسیحي له خوا د قران کریم د سوځولو په غبرګون کې اعلان کړی چې له دغه هېواده به خپل سفیر نه استوي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان وايي، دغه هېواد قرآن ته د سپکاوي له امله سویډن ته د نوي سفیر د استولو بهیر درولی دی.

د نوموړي په وینا حجت الله فغاني په سویډن کې د ایران د نوي سفیر په توګه ټاکل شوی دی.

عبداللهیان نن یکشنبه (د سرطان ۱۱مه) په یوه ټویټ کې لیکلي، چې د فغاني د ټاکلو لپاره د اداري طرزالعمل له بشپړېدو سره سره، سویډن ته د سفیر د لېږلو بهیر « د قران کریم په ساحه کې جرئت کول جواز په صادرولو کې د دغه هېواد د حکومت د اقدام له امله ودرول شو».

په سویډن کې د یوه کس له خوا د قرآن کریم د نسخې سوځول د اسلامي هېوادونو له پراخو نیوکو سره مخ شوي دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

هم چک کړئ
بستن
دکمه بازگشت به بالا