افغانستانبشری حقونهروستي خبرونه

ملګرو ملتونو په بلخاب کې د نا عادلانه وژنو راپورونه ورکړي دي

د دید خبري آژانس د خبر له مخې په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی وايي، په بلخاب ولسوالۍ کې یې له ناعادلانه وژنو، د ملکي وګړو د بې ځایه کېدو او له بشري حقونو د سرغړونو د اندېښنې وړ راپورونه ترلاسه کړي دي.

ملګرو ملتونو په بلخاب کې د نا عادلانه وژنو راپورونه ورکړي دي

په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي، ریچارډ بینیټ د دوشنبې په ورځ (چنګاښ ۶) په یوه ټوېټ کې وویل چې په بلخاب کې یې د ناعادلانه وژنو د اندېښنې وړ راپورونه ترلاسه کړي دي.
بینیټ وویل، د بلخاب په ولسوالۍ کې د ناعادلانه وژنو، د ملکي وګړو د بې ځایه کیدو، د ملکیتونو ویجاړولو او د بشري حقونو د نورو سرغړونو په اړه د اندیښنې وړ راپورونه شتون لري.
هغه زیاته کړه، له بده مرغه د اطلاعاتو د نشتوالي، د انټرنیټ بندښت او د رسنیو او بشري حقونو څارونکو ته د نه لاسرسي له امله د دغو راپورونو تصویب له ځنډ سره مخ شوی دی.
د ملګرو ملتونو راپور پر ټولو خواوو غږ وکړ چې د بشري حقونو او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پریکړه لیکونو ته درناوی وکړي.
په بلخاب کې د ناعادلانه وژنو راپورونه وروسته له هغې ورکړل شول، چې طا-لبانو د خپل هزاره له قوماندان مولوی مهدي مجاهد سره وسله واله نښته وکړه.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

هم چک کړئ
بستن
دکمه بازگشت به بالا