اسلایدشوافغانستانبشری حقونهروستي خبرونهسیاست

د بښنې نړیوال سازمان له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو پر سمدستي بندېدو ټینګار کړی دی

دید خبري آژانس: د بښنې نړیوال سازمان له پاکستان څخه د افغان کډوالو د جبري ایستلو د دویم پړاو د پیلېدو په اړه د خبر له خپرېدو وروسته د دغه بهیر د سمدستي بندېدو غوښتنه کړې ده.

د دغه سازمان د معلوماتو له مخې، پاکستان د تېر کال له سپټمبر څخه تر فبرورۍ پورې ۵۲۷۹۸۱ افغان کډوال بېرته اخراج کړي دي.

د بخښنې نړیوال سازمان د خپل راپور په یوه برخه کې چې د پاکستان نوي حکومت ته د بشري حقونو سپارښتنې لري لیکلي چې د اسلام اباد پریکړه د افغان مهاجرینو د اخراج سربیره د دغو مهاجرو په وړاندې د ځورونې او تبعیض د پیښو د زیاتوالي لامل شوې ده.

د دغه راپور له مخې په پاکستان کې افغان کډوال هم د پولیسو له خوا په خپل سر نیول شوي دي.

د بښنې نړیوال سازمان هم ویلي، چې دوی د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې او د بشري حقونو د ادارې شارپ دفترونو ته د لاسرسي په برخه کې له ستونزو سره مخ دي.

د بښنې نړیوال سازمان په راپور کې راغلي چې د افغان کډوالو اخراج ښځې او نجونې، خبریالان، د بشري حقونو مدافعان، ښځې مظاهره کوونکي، مذهبي اقلیتونه، هنرمندان او د پخواني رژیم چارواکي چې د طالبانو له رژیم څخه تښتېدلي وو، اغېزمن کړي دي.

د بېلګې په توګه د بخښنې نړیوال سازمان د تېر کال په ډسمبر میاشت کې له پاکستان څخه تر راستنېدو وروسته په تخار کې د تېر حکومت د ملي امنیت د یوه افسر او د هغه د مېرمنې هدفي وژنې ته اشاره وکړه او ویې ویل، چې دا ډول پېښې د اسلام اباد له مکلفیتونو څخه د نه منلو نړیوال اصول تر پښو لاندې کوي.

دغه سازمان ویلي چې د دې پروسې په دوهم او دریم پړاو کې د افغان مهاجرینو د ثبت او افغان تابعیت کارتونو د اخراج په اړه د پاکستان پریکړه د اندیښنې وړ ده.

د پاکستاني چارواکو په وینا، وروسته له هغه چې طا-لبانو پر افغانستان واک ونیو، له ۶۰۰ تر ۸۰۰ زرو پورې افغانان پاکستان ته کډوال شول. ډیری یې نورو هیوادونو ته د کډوالۍ پلانونه او فایلونه لري، او ځینې یې په بې وزلۍ کې ژوند کوي.

د پاکستان حکومت په دې وروستیو کې د دغه هېواد پولیسو ته امر کړی چې د افغان کډوالو د ایستلو دویم پړاو پیل کړي.

پاکستاني رسنیو لیکلي، چې په دویم پړاو کې به نږدې یو میلیون افغان کډوال له پاکستانه وایستل شي.

پاکستاني چارواکو ویلي چې احتمالاً دغه پړاو به په اوړي کې پیل شي.

تر دې مخکې په لومړي پړاو کې پاکستان د تېر کال په نومبر میاشت کې اعلان وکړ چې ۱.۷ میلیونه هغه کډوال چې د اوسېدو اسناد نه لري، له هېواده وباسي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا