اسلایدشوامنیت و حوادثروستي خبرونهنړۍ

په لیبیا کې دانیل طوفان؛ د مړو شمیر له ۲,۰۰۰ څخه ډیر شو

دید خبری آژانس د خبر له مخې: د شمالی افریقا له لیبیا څخه رپوټونه وایی چې په دغه هیواد کې د دانیل طوفان له امله د وژل شویو کسانو شمیر څه دپاسه دوه زره کسانو ته رسیدلی دی.

د مصر الیوم السابع ورځپاڼې په دې اړه په یوه خبر کې اعلان کړی، چې دغه طوفان تر اوسه له دوه زره ډېر کسان وژلي او ګڼ شمېر کسان یې له امله بې درکه شوي هم دي، چې د دوی د برخلیک په اړه معلومات نشته.

د لیبیا حکومتي چارواکو اعلان وکړ چې د هیواد په ختیځ کې د درنا په ښار کې د دوه زره مړو سربیره د دې ښار ځینې ګاونډیان چې څو زره نفوس لري په بشپړه توګه په سمندر کې ورک شوي دي.

د درنا د ښاروال مرستیال هم په دې اړه وویل: دا ښار د زیربناوو په ځانګړې توګه د پلونو او عمومي سړکونو له بشپړ ویجاړیدو سره مخ دی او له همدې امله د ښار د ژغورلو لپاره د نړیوالو مرستو ته اړتیا لرو.

هغه اعلان وکړ، چې څه باندې اووه ودانۍ، چې ځينې يې ١٤ پوړه لوړ دي، په بشپړه توګه نړېدلې او په ښار کې يو بشري ناورين رامنځته کولى شي، دا هم بايد يادونه وشي، چې د دغه طوفان له امله لسګونه ښاريان د سمندر په اوبو کې ډوب شوي دي.

د هغه په ​​وينا، د حکومت اړوند ځواکونه (د ليبيا د پارلمان له خوا ټاکل شوي) هڅه کوي چې ښار ته ننوځي، خو د مواصلاتي پلونو د ويجاړېدو له امله دا کار له سترو ستونزو سره مخامخ دى.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا